شاته

فلپین هره ورځ د مخدراتو ۳۶ کاروباریان وژلي

په فلپین کې د نشه يي توکو پر ضد په مبارزې په اوو اونیو کې ۱۹۰۰ کسان وژل شوي دي، چې تقریبآ د ورځې ۲۶ تنه کیږي. دقیقاً اووه اوونۍ مخکې رودریګو دوترته د دغه هېواد ولسمشر شو. هغه د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو او کارکوونکو پر ضد د کلکو اقداماتو ژمنې کړې وې.

د فلپین د ملي پولیسو مشر، رونالډ ډیلا روسا، د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې داسې کومه تګلاره نشته چې پولیس دې د نشه يي توکو کارکوونکي ووژني. ښاغلي روسا وویل چې د ۱۱۰۰ وژل شویو کسانو د مرګ په اړه پلټڼې پیل شوي دي. هغه وویل "موږ خو څه قصابان نه یو".

د رویټرز خبري اژانس وايي چې دغه ټول کسان د نشه يي توکو پر ضد د پولیسو په مبارزې کې وژل شوي دي. د فلپین سناتور فرانګ ډریلن وویل "دا کار ډارونکی پیغام لري. موږ د دغو کسانو په وژلو خواشیني یو".

ولسمشر دوترته د نشه يي توکو کاروباریانو ته خبرداری ورکړی و که له دغه کار نه لاس وانخلي، ژوند به یې په خطر کې وي. په همدې حال کې د فلپین په سیمه ییزو رسنیو دا شکونه هم کیږي، چې شاید د نشه یي توکو یو شمېر کارکوونکي په فساد کې د ککړو پولیس چارواکو له لوري وژل شوي وي، چې د نشه يي توکو په کاروبار کې خپل لاس لرل پټ کړي.

پر دغې پېښې ځیني سناتوران او د ولسمشر کلک منتقدین پلټنې کوي او سناتورانو د پولیسو او د نشه یي توکو د برخې چارواکي وربللي وو چې د دغو وژنو په اړه وضاحت ورکړي.

خو په خپله ولسمشر دوترته وکیلانو ته خبرداری ورکړی چې د هغه په کار کې دې مداخله نکوي او که د هېواد د پرمختګ لاره یې بنده کړه، وبه وژل شي.

په همدې حال کې د پولیسو مشر ډیلا روسا وايي چې د نشه يي توکو ۷۰۰زره ( ۷۰۰۰۰۰) کاروباریانو او کاروونکو په خپلې خوښې پولیسو ته ځانونه سپارلي دي، چې له ناوړې سزا څخه بچ شي.

کله چې د پولیسو مشر له سناتورانو سره غونډه لرله، د هغه لسګونه پلویانو د سنا د ودانۍ د باندې راټول شوي وو او د هغه په پلوۍ او د نشه يي توکو د کاروباریانو پر ضد یې شعارونه ورکول.

په همدې حال کې رویټرز وايي، چې متحدو ایالتوو ویلي چې د دغو کسانو پر وژلو خواشيني دي او د دوترته له حکومت نه یې غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي متحده ایالتونه اود اروپايي ټولنې غړي باید ولسمشر رودریګو دوترته پوه کړي، چې په دا ډول کارونو سره به سخت ډيپلوماتیک او اقتصادي زیان وویني.