انتونیو ګوتېرېش: له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغان حکومت دنده نه ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اورپکۍ پروړاندې مبارزه کې له افغان دولت سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
انتونيو ګوتېرېش چې د ملي امنیت شورا تېر ماښام غونډې ته وینا کوله، ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونو په ګډون ټوله نړۍ باید په دې مبارزه کې له افغانانو سره ودرېږي.
"ټوله نړۍ د افغانستان پر سوله، ثبات او پرمختګ کې ونډه لري، په دې برخه کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی رول لوبولی شي. د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ګډه جغرافیه، تاریخ او پیاوړي کلتوري اړیکي، د دوه اړخیزو ګډو پروژو، سوداګرۍ او راکړې ورکړې لپاره زمینه برابروي."
ښاغلي ګوتېرېش زیاته کړه: "افغان حکومت د سخت دریځۍ پروړاندې جګړه کوي. ترهګري او تنظیم شوي جرمونه پر ټوله سیمه اغېز لري. دې برخه کې د ګواښونو له منځه وړل یوازې د افغان حکومت دنده نه ده. د ترهګرۍ پرضد ګټوره مبارزه سیمه ییزه او څو اړخیزه همکاري غواړي."
د افغانستان په اړه د ملي امنیت شورا دا غونډه یوه اونۍ وروسته تر هغه جوړه شوې، چې ددغې شورا یوه جګپوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ.
امنیت شورا له افغانانو څه پیغام ترلاسه کړ؟
"د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي افغانستان ته ځي"
نیکي هيلي: افغانستان پر سم لوري روان دی
پلاوي له نژدې د دغه هېواد د وضعیت جاجولو او د افغان دولت له مشرانو سره له لیدنو کتنو وروسته د ټیکاو، سولې او فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان دولت د هڅو ملاتړ وکړ.
نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت کرزي پر دې خوښي وښوده چې نړیوال اوس د افغان ولس له هغې غوښتنې سره همغږي شوي چې باید سیمه کې د ترهګرو پټنځیو مسلې له منځه وړلو ته پام واړول شي:
"تجربو ښودلې چې ترهګري پر موږ او تاسو ټولو اغېز لري. د ترهګرۍ له منځه وړلو چاره یوازې د یوه هېواد د وس خبره نه ده، دا مبارزه هر اړخیزه همکاري غواړي. دغه راز موږ باید د نشه يي توکو پرضد ګډه مبارزه وکړو."
ښاغلي کرزي دا هم وویل، له پوځي لارې د اورپکو پروړاندې د مبارزې سربېره، افغان دولت له خپلو وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرو هڅه هم کوي.
نوموړي وویل، د راتلونکې فبرورۍ پر ۲۸مه به د کابل بهیر دویمه غونډه وشي او افغان دولت به د سولې راتلو او ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې خپله لارنخچه نړیوالو ته وړاندې کړي.
د م م له پلاوي سره لیدنه کې پر پاکستان "د فشار زیاتولو" غوښتنه