BBC
 شاته

ډیلي کې د غلو پېغلو ډلې

هند د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پنځه ستوریز هوټلونو واده صالونونو کې معمولاً د کارت یا بلنلیک پوښتنه نه کېده او دغو نجونو ته به اسانه وه، چې د واده مېلمنو په څېر واده کې ګډون وکړي.

د هند پلازمېنې ډیلي پولیسو تېره میاشت د نجونو داسې دوې ډلې نیولې، چې کورنو کې به یې د خدمت په پلمه غلا کوله. له دوې نه یوې نجلۍ پټیل نګر سیمه کې له یوه کوره یو میلیون روپۍ غلا کړې.

هغې پولیسو ته ویلي، د کور څښتن په څېر یې غوښتل د جایداد پېر او پلور کاروبار وکړي. دا لومړی ځل نه دی، چې دغسې پېښه کېږي، بلکې ویل کېږي ډيلي کې د نارینه غلو تر څنګ د ښځو له لوري هم د غلا غدۍ پېښې کېږي.

د مدهیه پردېش ایالت راجګړ سیمې درېیو نجونو په اړه خو تر ځای ویل کېږي، چې نالوستې دي، خو ګرانه کالي یې اغوستل، له ډول سینګار وروسته به د ودونو محفلونو ته تلې او هلته به یې خپل (فعالیت) کاوه.

د پنځه ستوریز هوټلونو واده صالونونو کې معمولاً د کارت یا بلنلیک پوښتنه نه کېده او دغو نجونو ته به اسانه وه، چې د واده مېلمنو په څېر واده کې ګډون وکړي.

دغه نجونې چې رانو، منېشا او ورشا نومېږي، عمرونه یې د ۲۰ او ۲۵ کلونو تر منځ دي او پولیس وايي دوی هسې خوشي چټي د ډیلي هوټلونو کې غلا غدۍ ته ملا نه ده تړلې، بلکې د ډيلي پولیسو ویاند مدهر ورما وايي، دې نجونو د خپل کلې له نورو (تجربه کارو) ښځینه غلو بشپړه روزنه تر لاسه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images

پولیس ویاند وايي دوی به ودونو ته د تګ پر مهال ډېر ګران بیه کالي اغوستل، ګاڼه به یې کوله او د خبرو یا تګ راتګ انداز به یې داسې و، چې د غلو ګومان پرې نه کېده.

په واده کې د دغو نجونو د ګډون انداز هم ځانګړی و. دوی به داسې مهال مراسمو ته ننوتې، چې ورا به ورسېده او هر لور ته به شور، زوږ او ګډوډي وه.

د زوم خپلوانو به فکر کاوه، چې دوی د ناوې له لوري راغلې او ورته ګومان به د ناوې لوري خلکو کاوه. پولیس وايي، د غلو نجونو هدف به معمولاً د شګون په نامه بېګ و، چې پر ښځو یې د غلا ګومان هېڅکله نه کېده.

پولیس وايي ودونو کې د غلا له شکایتونو وروسته یې د ودونو ویډیويي کلیپونه وکتل، چې هر واده کې دغه نجونې ولیدل شوې او هېڅ ګډونوال نه پېژندې.

ویل کېږي ډیلي کې په یوه ورځ کې د ودونو شمېر تر ۲۵ زرو پورې رسېږي او له دې کبله پولیسو ته اسانه هم نه وه، چې دومره ګڼه ګوڼه کې درې پېغلې ومومي، چې د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ کې رویال پېلس نومي هوټل کې دغې غدۍ یو ځل بیا خپل هنر څرګند کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د زوم خپلوانو به فکر کاوه، چې دوی د ناوې له لوري راغلې او ورته ګومان به د ناوې لوري خلکو کاوه.

دا ځل ورسره بخت یاري و نه کړه او عین د (فعالیت) پر مهال ځکه ونیول شوې، چې پولیسو ته د هغه رکشه ډرېور په اړه معلومه شوې وه، چې دوی به له غلا وروسته پکې تښتېدې.

پولیس وايي اوس دغه نجونې د ضمانت بدل کې له زندانه بهر دي او قضیه یې محکمه کې تر څېړنه لاندې دي.

پولیسو دا هم ویلي، چې نجونو اعتراف کړی، چې نورې کلیوالې یې هم د څه مهال لپاره ډیلي ته ځي او د غلاوو له کولو وروسته کلي ته ستنېږي. د رانو او منیشا په اړه ویل کېږي، چې له تېرو پنځو- شپږو کلونو راهیسې یې غلاوې کولې.

د ډيلي لاجپت نګر یوې بیکرې څښتن آشیش اوس هم حیران دریان دی، چې د نجونو یوې غدۍ یې څنګه د دکان دروازه ماته کړې او ۹۰ زره روپۍ یې تروړلې دي؟

هغه وايي:

''د امنیتي کمرې تصویرونو ته حیران پاتې وم، ګهيځ شاوخوا پنځه بجې به وې، حیران دې ته یم، چې نجونو څنګه دومره دروند قلف ماتاوه، څنګه یې دومره درنه اوسپنیزه دروازه پورته کوله؟ ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیس وايي میټرو کې د غلا پر مهال نیول شوې ډېرې ښځې دي

اوس هم پولیس نه دي توانېدلي چې معلومه کړي، څنګه پېغلو د غلا لپاره ډله جوړه کړه.

اوس یوازې دا پاتې وه، چې د تعلیمي مرکزونو نمرو کې د هلکانو پرتله د نجونو نومونو مخکې راتلو تر څنګ ډیلي پولیس دا هم ویلي، چې د پلازمېنې مېټرو کې جیب وهونکو له ۱۰۰ کسانو ۹۰ یې ښځینه دي، نو خلکو واورئ، چې ډیلي کې پیغلې یوازې د زړونو غلا نه کوي!