BBC
 شاته

د کار وزارت: ۳۰ زرو تقاعد شویو ته یې له یوه کال راهیسې معاش نه دی ور کړی

.
Image caption د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې له یوه کال راهیسې یې یوازې په کابل کې ۳۰ زره تقاعد شويو دولتي کار کوونکو ته تنخاګانې نه دي ور کړي، خو وايي اصلي ستونزه په مالیې وزارت کې ده، ځکه په وینا یې دغه وزارت له وړاندېز شوي رقم څخه کمې پیسې ور کړي دي.

دغه وزارت وروسته له هغه د تقاعدي معاش د ځنډېدو پخلی کوي چې یو شمېر تقاعد شویو دولتي کارکوونکو په پرلپسې ډول د بي بي سي ځينو خپرونو ته شکایتونه وکړل چې له یوه کال راهیسې تنخاګانې نه دي ور کړل شوي.

د کابل پوهنتون یو تقاعد شوی استاد وايي، د خپل تقاعدي معاش د ترلاسه کولو لپاره یې هره میاشت کابو دوه ځلې غوښتنه کړې، خو معاش نه دی ور کړل شوی.

پوهنوال عزیز احمد رهمند چې په تېر کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي مشر و، وايي، یوه کال کې ۳۰ ځلي د تقاعد ریاست ته تللی، پخپل معاش اخیستو نه دی بریالی شوی.

ښاغلی رهمند د تقاعدۍ معاش په ځنډ کې د پړې ګوته د مالیې وزارت ته نیسي.

" اصلاً ستونزه د تقاعد ریاست په خزانې ریاست او مالیې وزارت کې ده، ځکه د تقاعد ریاست وايي مالیې وزارت ورته د تقاعد شویو کسانو لپاره تر ټاکل شوې اندازې کمې پیسې ور کړې دي."

* "۹۶سلنه افغان یتیمان پالنځی نه لري"

* ماشومان او ځینې ټولنیز ارزښتونه

* د کار او ټولونیزو چارو وزارت: د ۵ سوه زرو کونډو نومونه ثبت دي

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي، مالیې وزارت ور ته د تقاعد شويو د بایومیټریک کولو دنده سپارلې وه، چې چارې یې هم بشپړې شوې دي:

"په ۹۶ مالي کال کې موږ ۹،۲ میلیارد افغانیو وړاندوینه کړې وه خو د مالیې وزارت موږ ته ۶،۳ میلیارد افغانۍ راکړې نو د ۲،۸ میلیارډ افغانۍ د بودیجې له کموالي سره مخامخ شولو نو ځکه د یو شمېر تقدعد شويو دولتي کار کوونکو تنخاګانې نه دي ورکول شوي."

Image caption د ۱۳۹۷ کال په بودیجه کې مو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا وړاندېز شوې بودیجه پوره په نظر کې نیولې ده

د مالیې وزارت وايي د تقاعد شویو کسانو بایومیټریک کولو څخه موخه په پروسه کې د روڼتیا رامنځته کول دي.

د دغه وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي بي بي سي ته وویل، د ۱۳۹۷ کال په بودیجه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا ور ته وړاندېز شوې بودیجه پوره په نظر کې نیولې ده.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره، په ۹۷ کال کې یې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره توافق کړی چې تقاعد شوي دولتي کار کوونکي بایومیټریک او تر څنګ یې د شهیدانو او معلولینو وارثانو ته بانکي کارتونه جوړ کړي چې روڼتیا خوندي شي:

" د ۹۷ مالي کال په بودیجه کې مو د دوی لپاره بودیجه په پام کې نیولې ده."

د تقاعد خزانې ریاست د معلوماتو له مخې افغانستان کې هر کال په اټکلیز ډول تر ۱۰ زرو ملکیان او پوځیان تقاعدېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ زره تقاعد شوي دولتي کار کوونکي شته.

د افغانستان د قوانینو له مخې د دولتي مامورینو د تنخاګانو یوه ځانګړې برخه د دولت لخوا ذخیره کېږي او کله چې د عمر ډېروالي، د کاري دورې بشپړېدو، ناروغۍ، معلولیت یا نورو عواملو له امله تقاعد کوي، نو دا پیسې ورته په میاشتني ډول ورکول کېږي.

خو دا پیسې ډېرې کمې دي او څوک چې تقاعد اخلي وایي؛ دا پیسې اوسني وضعیت ته په کتو سره چې بیې لوړې دي، بسنه نه کوي.