BBC
 شاته

"اشرف غني د پاکستان ترهګرۍ ضد فتوا وننګوله"

. د انځور حقوق Getty Images

اشرف غني د ترهګرۍ ضد د پاکستان فتوا تر پوښتنې لاندې راوسته، دا د پاکستانۍ ډان ورځپانې د یو مطلب سرلیک دی او لیکي افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان دیني عالمانو هغه فتوا چې ځانمرګي بریدونه یې په پاکستان کې حرام بللي دي، تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.

ورځپاڼه لیکي، افغان ولسمشر ویلي، ایا اسلامي اصول د ټولې نړۍ او اسلامي هېوادونو لپاره یوشان نه دي؟ او تر یوه هېواده محدود ساتل کېدای شي؟

ورځپاڼه لیکي، اشرف غني خپله دا پوښتنه پخپله ځواب کړې او ویلې دي چې اسلامي اصول د ټولو لپاره یو شان دي او په یو هېواد کې محدود نه شي پاتې کېدای.

ډیلي مېل:

بریتانوی ډیلي مېل ورځپاڼې د برتانوي ځواکونو د یوه افغان ژباړونکې چې د ریکي په نامه مشهور دی او ۱۶ کاله یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی په هکله په یو مطلب کې لیکي د پوځ پخوانی مشر لورډ ریچرډز ویلي دا شرم دی چې په برتانیا کې د پنااخیستنې په اړه د دغه زړور افغان اتل عریضه رد شوې ده.

ورځپاڼه لیکي ښاغلي ریچرډز ویلي پر دې پرېکړې او پر هغو کسانو چې دغه پرېکړه یې کړې شرمېږي.

ډیلې مېل لیکي د لورډ ریچرډز چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان پاتی شوی دی دغه خبره ښايي پر حکومت فشار واچوي چې د ریکي په هکله خپله پرېکړه بدله کړي.

ګارډین:

لندن کې چاپېدونکې ګارډین ورځپاڼه د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د جنسي ځورونو په هکله په یو مفصل مطلب کې لیکي د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي د دغه سازمان په دفترونو کې د جنسي ځورونو په هکله غلي پاتي شوي او همدا کار د دې لامل شوی چې په دفترونو کې جنسي ځورونه پراخه شي او مجرمان د خوندیتوب احساس وکړي.

د ملګرو ملتونو له لسګونو برحاله او پخوانیو مامورینو نه ۱۵ کسانو ورځپاڼې ته ویلي په دفترونو کې یې جنسي ځورونه شته او که یې رپوټ کړئ نو د دې احتمال ډېر دی چې خپل کار له لاسه ورکړئ. ملګرو ملتونو ګارډین ته ویلي دا موضوع د سرمنشي انتونیو ګوټیرېش په لومړیتوبونو کې ده او له مجرمانو سره به جدي چلن وکړي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز په یو مطلب کې لیکي د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د هندي سینما له یو شمېر لوبغاړو سره د لیدنې پرمهال وویل نړۍ له هندي سینما سره مینه لري، اسراییل او زه هم ورسره مینه لرو.

ورځپاڼه لیکي د اسراییلو لومړي وزیر له هندي هنرمندانو سره چې مشهورې څېرې لکه امیتاب بچن، اشوریا رای بچن، رندهیر کپور، کرن جوهر، ویویک اوبرای، سارا علي خان او ګڼ نور په کې شامل وو د لیدنې پرمهال وویل موندلې یې ده چې امیتاب بچن له ده نه پر ټویټر ۳۰ میلیونه ډېر ملګري یا څارونکي لري او علت یې دا دی چې نړۍ له هندي سینما سره مینه لري.

دې انډیپینډینډ:

لندن کې چاپېدونکې دې انډیپینډینډ ورځپانه په خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکي خیریه ادارو فرانسې او برتانیا ته خبرداری ورکړی چې په عاجله توګه دې د فرانسې په (کلی) سیمه کې د کډوالو له حقونو نه د سیستماتیک سرغړونو مخه ونیسي.

ورځپاڼه لیکي په هغه لیک کې چې له دوی سره هم شریک شوی اتو خیریه سازمانونو له تیرزا مئ او ایمانویل مکرون نه غوښتنه کړې چې د بشري حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي هغه هم په داسې حال کې چې زرګونه تنه کډوال په کلی کې په خطرناک حالت کې ژوند کوي او په وینا یې په سیستماتیک ډول یې له حقونو نه د فرانسې په خاروه کې سرغړونې کېږي.