BBC
 شاته

امریکا د افغان سولې په تړاو د مسکو پر وړاندیز 'شکمنه' ده

.

په کابل کې د امریکا سفیر د روسیې له خوا د افغان سولې په تړاو د احتمالي غونډې پر پایلو شک څرګند کړی دی. د کابل لپاره د امریکا نوي سفیر جان بس، تېره ورځ د جنورۍ ۱۸مه خبریالانو ته ویلي، ډاډه نه دی چې د روسیې په کوربه توب احتمالي جوړېدونکې غونډه به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او که څنګه؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ د جنورۍ ۱۷مه وویل، ډیر ژر باید طالبان له افغان چارواکو سره د سولې خبرو ته کیني او ویې ویل هېواد یې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو کوربه توب ته چمتو دی.

د روسیې د بهرنیو چارو له وزارته د د جنورۍ په ۱۷مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

" موږ د افغانستان د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندیز کوو، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ دې نېغې خبرې ژر پیل شي. مسکو د دواړو لورو د ژر خبرو پیلېدو لپاره د یوې کاري طرحې برابرولو ته چمتو دی."

د انځور حقوق Getty Images

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د واک د وېش په اړه د نړیوالې ټولنې هڅې هم (بې ګټې) ګڼل شوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پربنسټ یې د سولې د پروسې پر پیل پکې ټینګار شوی دی.

د امریکا سفیر جان بس، پخپلو خبرو کې زیاته کړه، موږ د مسکو د دغه مثبت هوډ هرکلی کوو، خو مهمه داده چې د سولې په تړاو هر نوښت باید د افغانانو له خوا وشي:

"مونږ باید په ډیر احتیاط سره دغه مسله و ارزو چې په یوه بله پلازمېنه کې د سولې یو بل بهیر د سولې او پخلاینې له بهیر سره مرسته کوي او که به په حقیقت کې بلې موضوع خوا ته پام اړوي."

روسیې پرداسې مهال یاده خبرپاڼه خپره کړې چې د بهرنیو چارو وزیر یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې دغه غونډه د نن جمعه د جنورۍ په ۱۹مه جوړه شي.

* "د بلخ لانجه دې د اساسي قانون رڼا کې حل شي"

* نیکي هيلي: افغانستان پر سم لوري روان دی

* غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ هم غږېدلي

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پيل ته په دې وروستیو کې د هېواد دننه او بهر غوښتنې ډېرې شوي دي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا هم د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر پلوۍ ده.

د یادې شورا د دارلانشا مشر اکرم خپلواک بي بي سي ته وویل، د سولې په تړاو هر ډول خبرې باید د افغانانو په منځ کې وشي.

یو شمېر لوېدیځو او پاکستانیو رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي چې روانه اونۍ کې د طالبانو د قطر له دفتره یو څلور کسیز پلاوی اسلام اباد ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

Image caption د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا بي بي سي سره خبرو کې دا راپورونه تشې اوازې وبللې او ويې ویل، د قطر د دفتر غړي یې په وروستیو کې هیڅ ځای ته نه دي تللي.

رویټرز خبري اژانس، ته دوو طالب چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت الله یوه پلاوي ته دنده ورکړې چې په پاکستان کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو په تړاو خبرې وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا بي بي سي سره خبرو کې دا راپورونه تشې اوازې وبللې او ويې ویل، د قطر د دفتر غړي یې په وروستیو کې هیڅ ځای ته نه دي تللي.

څو ورځې وړاندې یو شمېر طالب او افغان چارواکي په ترکیه کې سره جرګه شول، خو طالبانو وویل، د ترکیې غونډې ګډونوال د دوی استازیتوب نه کوي.

داسې ښکاري چې افغان حکومت پر طالبانو د پوځي فشار ترڅنګ په دې وروستیو کې له دې ډلې سره د سیاسي پخلاینې هڅې هم ګړندۍ کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي چې د روانې اونۍ په پیل کې کابل ته راغلې وه، ویلي، د سولې په تړاو د افغان حکومت ارادې اغېزمنه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images

هغې وړمه شپه د جنورۍ ۱۷مه د ملګرو ملتونو په انګړ کې له خبریالانو سره پخپلو خبرو کې وویل، زما په فکر یو څه چې ډېر مهم دی هغه دادی چې امریکا د افغانانو له خوا او د افغانانو په مشرۍ د سولې تګلاره غواړي، افغانان هم دغه مسوولیت ته چمتو دي:

" دې ارادې زه هم متاثره کړم، دوی له مونږ نه د کوم څه غوښتنه ونه کړه، خو د خپلو خبرو او کارونو په اړه یې مونږ ته وویل، دوی له مونږ نه پر پاکستان د نړیوالو فشارونو اجماع وغوښته هغه هم د دې لپاره چې دغه هېواد خپله تګلاره بدله کړي. "

افغان چارواکي او کتونکي د سولې هر ډول خبرې د پاکستان له مرستې پرته شونې نه بولي او وایي، تر هغو چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي، دغه ډله سولې ته نه چمتو کیږي.

پاکستان بیا د اورپکو د ملاتړ تورونه رد کړي او ویلي دي چې له افغان حکومت سره د سولې او د اورپکو د ځپلو په چارو کې مرستې ته چمتو دی.