BBC
 شاته

ترکیه کې د ماشومو نجونو مېندوارۍ سخت غبرګونونه راپارولي

Turkish flag with shadows of people behind it د انځور حقوق Getty Images

ترکیې کې د کم عمره نجونو مېندوارۍ پېښو سخت غبرګونونه راپارولي دي. له پینځو میاشتو لږ موده کې د استانبول یوه روغتون کې د ۱۱۵ نجونو درملنه شوې، چې ویل کېږي ۳۹ یې د سوریې اوسېدونکې دي. حریت ورځپاڼې پر وېبپاڼه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي، ۳۸ نجونې له ۱۵ کلنۍ کم عمره وې، چې مېندوارې شوې او ۷۷ نورې ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې مېندوارې شوې دي.

ترکیې کې قانوني عمر اتلس کاله دی او له ۱۵ کلنۍ د کم عمره نجونو مېندواري له قانوني پلوه پر ماشومانو جنسي تېری بلل کېږي.

د چارشنبې له ورځې راهیسې د ( پر ۱۱۵ ماشومانو جنسي تېری نه شئ پټولای) په نامه هشټګ له ۴۷ زره ډېر ځله کارول شوی دی. د خواله رسنیو ډېری کاروونکو پر ګڼ شمېر ماشومو نجونو د جنسي تېري پر پېښو خواشیني څرګنده کړې ده. یوه کاروونکي لیکلي:

''راځئ لطفاُ داسې یوه نړۍ کې ژوند وکړو، چې ماشومان پکې یوازې ماشومان واوسي ''

دغه بحث کې د ښځو حقونو او جنسي زور زیاتي په تړاو موضوع بیا خبرې شوې. بحث کې پر پخوانیو څرګندونو بیا یادونه شوې، چې ګواکې ښځې باید لارو کوڅو کې و نه خاندي او لنډ کالي وانه غوندي. یوې کاروونکې پر ټویټر لیکلي، باید د ښځو له رویې توجه د دوی خوندیتوب ته واوړي:

''د کم عمره نجونو کالیو او خندا ته د پام پر ځای باید د دوی خوندیتوب ته پام واړول شي. دغه ټویټ له ۳۷ زره ډېر ځله خوښ شوی او یا له نورو سره شریک شوی دی. ''

یوې بلې ټویټر کاروونکې په دغه هېواد کې د سوري نجونو ستونزو ته د پام اړولو هڅه کړې:

''په ظاهره ډېرې ماشومانې د سوریې اوسېدونکې دي. هلته چې زه کار کوم، پوهېږو چې که د ۱۵ کلنې ماشومې په تړاو پولیسو ته وایو، چې ماشوم یې زېږېدلی، دوی ایله دا کوي، چې رپوټ ولیکي او لاړ شي. قانون پر دوی نه عملي کېږي. ''

سوریې کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته میلیونونه سوري کډوال دغه ګاونډي هېواد ته تښتېدلي دي. دغو بحثونو کې د ترکیې ټولنه کې د دود پالو مذهبي ډلو او سیکولر هغو تر منځ تضاد برالا دی.

یوه کاروونکي د ښځو حقونو فعالانو مارشونو تصویرونه پر ټویټر خپاره کړي او پر سیکولر اپوزیسیون جمهوري خلکو ګوند 'سي ایچ پي ' یې د نا اخلاقۍ خپرولو تور پورې کړی دی:

''تاسې د خپلو نجونو دماغونو له بد اخلاقۍ ډک کړي دي او بیا پر حکومت تورونه پورې کوئ. کیڼ اړخیو او سي ایچ پي دا ستاسې کړنې دي. ''

مشهور ترک لیکوال امیت کیوانس بیا پر ماشومانو د جنسي تېري موضوع کې د هېوادوالو تر منځ د یو موټیوالي غوښتنه کړې. هغه لیکلي: هغه خلک چې پر دغسې موضوع همغږي نه شي، هېڅ راتلونکی نه لري.

د حریت رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې اړوند روغتون چارواکي نه دي توانېدلي د ماشومانو مېندوارۍ په تړاو د رپوټ جزیات حکومت ته ورکړي.