BBC
 شاته

جګړه ځپلي سوريان د حکومت تر ولکې لاندې حلب ته ستنېږي

جګړه ځپلي سوريان د حکومت تر ولکې لاندې حلب ته ستنېږي، خو له ۸ کلنې جګړې وروسته یې د پخواني ژوند ډېر کم څه ورپاتې دي. د سوریې شمال ادلب کې جګړه په تودېدو ده، د دغه هېواد وروستی ولايت چې لا اوس هم د مخالفو جنګياليو ترولکې لاندې دی. خو داسې حال کې چې دا ويجاړوونکې جګړه خپل اتم کال ته ورننوځي. د حلب په ګډون د سوریې ټول لوی ښارونه اوس د ولسمشر بشار الاسد ځواکونو ولکه کې دي.

د سوريې دې پخواني صنعتي مرکز کې جګړه څه د پاسه يو کال مخکې هغه مهال پای ته ورسېده، چې حکومتي ځواکونو د حلب ټوله ختيځه برخه د مخالفانو له يو شمېر ډلو او وسله والو بېرته ونيوله. بي بي سي هم دې ښار ته ورغلې وه، او ګوري چې دا ښار د جګړې له پای ته رسېدو وروسته څنګه بدل شوی دی.