شاته

راشد خان د اسوسيېټ هېوادونو د کال غوره لوبغاړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د راشد خان نوم د نړیوالو یوه ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې هم راغلی دی

د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۷ کال غوره لوبغاړي او غوره لوبډلې اعلان کړي، چې د افغانستان او پاکستان لوبغاړي هم په کې یاد شوي دي.

افغان ۱۹ کلن لوبغاړی راشد خان د ۲۰۱۷ کال د اسوسيېټ 'دوهمې درجې هېوادونو ' غوره لوبغاړی بلل شوی دی.

د دې تر څنګ د نوموړي نوم د نړیوالو یوه ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې هم راغلی دی.

ای سي سي پر خپله پاڼه کاږي، چې راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې ټولټال ۶۰ وېکټې اخیستي، چې دا پخپله د دوهمې درجې د هېوادونو د یوه لوبغاړي لپاره نوی نړیوال رېکارډ دی.

نوموړي همدا رنګه په یو ورځنیو لوبو کې هم تېر کال ۴۳ وېکټې واخیستې چې دا هم پخپله یو جلا رېکارډ دی. د کال غوره کرېکټ لوبغاړی د هند کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر یا کپتان ویرات کهولي بلل شوی دی.

راشد خان، ۲۰ اوریزو لوبو کې دویم غوره توپ اچوونکی

راشد خان د بېګ باش سیالۍ کې غوره لوبغاړی شو

په بهرنیو لوبغاړو کې د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان وېرات کوهلي دوه جایزې ګټلي. نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې د کال د غوره لوبغاړي د جایزې ترڅنګ، د تېر کال تر ټولو بریالی کپتان هم بلل شوی.

دی همدا رنګه د تېر کال لپاره د یو ورځنیو او تېسټ لوبو په غوره لوبډله کې هم شامل دی. همدا رنګه د آسټرالیا سټیو سمېت په ټېسټ لوبو کې د کال تر ټولو غوره لوبغاړی بلل شوی.

د راتلونکي ځلانده ستوري جایزه بیا د پاکستان حسن علي ته ورکړل شوې ده.

راشد خان د دې ايوارډ ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړې او ۲۰۱۷ کال يې له لاسته راوړنو ډک کال بللی دی.