BBC
 شاته

کراچۍ کې د نقیب محسود وژنې پر خواله رسنیو غبرګونونه پارولي

د پېښور پرېس کلب مخې ته هم د نقیب محسود د قاتلانو د وژلو په پلوۍ لاریون شوی. د انځور حقوق Social Media
Image caption د پېښور پرېس کلب مخې ته هم د نقیب محسود د قاتلانو د وژلو په پلوۍ لاریون شوی.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جنوبي وزیرستان یوه پښتون ځوان نقیب محسود مړی موندل کېدو پر خواله رسنیو توند غبرګونونه پارولي. نوموړی د روانې جنورۍ پر درېمه کراچۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوی و.

ظاهراً پولیس ادعا کوي چې نقیب له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره تړاو درلود، خو د هغه خپلوان بیا دا خبرې بابیزه ګڼي.

۲۵ کلن نقیب محسود کراچۍ کې یوه هوټل کې کار کاوه او وروستیو کې یې هڅه کوله د ټوکر یو دوکان پرانیزي.

د نقیب الله یوه خپلوان رسنیو ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پولیسو هغه له خپل دوکانه بېولی و.

پر خواله رسنیو غبرګونونه

د نقیب محسود له وژل کېدا وروسته پر خواله رسنیو د هغه د وژل کېدو په غبرګون کې توند غبرګونونه راغلي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption پر خواله رسنیو د نقیب بېلابېل انځورونه لاس په لاس شوي.

ګڼو ټویټر کارکوونکو #NaqeebMehsud او #JusticeForNaqib تګ لاس په لاس کړی او د هغه لپاره یې عدالت غوښتی. ځینو د هغه د تابوت او ماډلېنګ انځورونه خپاره کړي.

د خواله رسنیو یوه کارن لیکلي: "ګڼ ټولنه بدناموونکي پولیسو کې جعلي مبارزه کوي چې ترفیع او جایزه ترلاسه کړي. "

یوه بل بیا لیکلي، دا کس ځکه وژل شوی چې د قبایلي سیمې دی.

د خیبر پښتونخوا مردان کې د نقیب د مړینې غندلو په ملاتړ خلک لاریون ته بلل شوي وو.

د پېښور پرېس کلب مخې ته هم د نقیب محسود د قاتلانو د وژلو په پلوۍ لاریون شوی.