BBC
 شاته

"د بلخ لانجه په زور نه، د اساسي قانون رڼا کې حل کړئ"

ښاغلي باس چې د امریکا سفیر په توګه یې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د امریکا له نظره دغه جنجال د زور یا تاوتریخوالي له لارې د حل کېدو وړ نه دی د انځور حقوق .
Image caption ښاغلي باس چې د امریکا سفیر په توګه یې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د امریکا له نظره دغه جنجال د زور یا تاوتریخوالي له لارې د حل کېدو وړ نه دی

کابل کې د امریکا نوي سفیر ویلي، واشنګټن د بلخ ولایت پر سر د راټوکېدلي جنجال د سوله ییز او بیړني حل ملاتړی دی. جان باس دا د افغانستان کورنۍ مساله یاده کړې او ویلي یې دي چې ددغه هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.

د امریکا سفیر دا هم ویلي چې ولسمشر د قانون له مخې د چارواکو ټاکلو او لرې کولو واک لري او ټولې خواوې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه میاشت وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور د استعفا منل کېدو خبر ورکړ، خو ښاغلي نور دا استعفا منتفي وبلله او لا هم پر څوکۍ ناست دی.

افغانستان کې بلخ ولایت پر سر د رامنځته شوي جنجال یوه میاشت تېرېږي. کابل کې د امریکا نوی سفیر جان باس وایي، هېواد یې په بیړني او سوله ییز ډول د راټوکېدلي سیاسي کړکېچ د حل غوښتونکی دی.

ښاغلي باس چې د امریکا سفیر په توګه یې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د امریکا له نظره دغه جنجال د زور یا تاوتریخوالي له لارې د حل کېدو وړ نه دی او اړتیا ده چې سیاسي حل لاره ومومي:

"په بلخ کې رامنځته شوې ستونزه باید خپله د افغانانو لخوا د دغه هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې، د قانون حاکمیت او دې اصل ته په کتو حل شي چې هېڅوک له قانونه پورته نه دی."

نیکي هيلي: افغانستان پر سم لوري روان دی

غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ هم غږېدلي

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې د بلخ والي عطا محمد نور استعفا یې منلې او محمد داوود د هغه پرځای ټاکل شوی دی، خو ښاغلي نور وویل چې استعفا یې نه ده ورکړې او د والي په توګه به خپل کار ته دوام ورکړي.

د ښاغلي نور استعفا یا لرې کېدل د افغانستان په سیاسي ډګر کې پر یوه لوی جنجال بدل شوی او تېره ورځ د لومړي ځل لپاره سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس له ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې په سوله ییزه توګه ددغه جنجال حل کېدو غوښتنه کړې ده.

کابل کې د امریکا سفیر هم پر ورته دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې داسې حل لاره باید ولټول شي چې د افغانستان خلک باوري شي چې د افغانستان امنیت او د سیاسي رقابت آزادې فضا ته زیان نه رسوي. هغه په ورته وخت کې یادونه وکړه چې ولسمشر د قانون له مخې د چارواکو لرې کولو او ټاکلو واک لري.

ښاغلي باس وویل، سره له دې چې ټول د بلخ ولایت د مسالي بیړني حل غوښتونکي دي، خو دا احتمال یې رد نکړ چې ښایي ډېر وخت ونیسي.