طبیعي تی ورکول د میندو د شکر خطر کموي
یوې طبي څېړنې موندلې، ماشوم ته تر شپږو میاشتو ډېر تی ورکول د میندو د شکر ناروغۍ خطر نیمايي ته راټیټولی شي.
پوهانو دېرش کاه پر هغو معلوماتو څېړنې وکړې، چې کوم څیزونه د زړه د ناروغۍ سبب کېدای شي.
په دې څېړنه کې د امریکا یوه څېړنه هم شامله ده. په څېړنه کې د ۱۹۸۵ تر ۱۹۸۶ کال پورې پر ۵ زرو هغو کسانو ازموینې شوې، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وو.
څېړنو ومونده، هغه میندې چې په طبیعي ډول شپږ میاشتې ماشوم ته تی ورکوي، د هغو میندو په پرتله یې ۴۷ سلنه د شکر ناروغۍ د اخته کېدو خطر کمېدای شي، چې په طبیعي ډول تی نه ورکوي.
مشرې څېړونکې ډاکټره ایریکا ګونډرسن وویل: "د طبیعي تي ورکولو د مودې او د شکر ناروغۍ د خطر کمېدو ترمنځ مو ډېره قوي اړیکه ومونده".
زرګونه برتانوۍ میندې د فیسبوک له لارې شیدې وړیا شریکوي
کمبوډیا کې د میندو د شیدو پلورلو پر سر بحثونه
د مور د شیدو لپاره بانک پرانیستل شو
د څېړنې دا پایلې چې په "جاما" طبي مجله کې هم خپرې شوې، داسې ثبوتونه هم راغلي چې طبیعي تی ورکول د میندو او تي خورو ماشومانو د خوندیتوب لپاره یوشان روغتیايي ګټې لري.
وړاندې یوې بلې ورته څېړنې موندلې وه، چې په طبیعي ډول تی ورکول د میندو د تیو او رحم د سرطان خطر کمولی شي.
پوهان وايي، ځینې هورمونونه له طبیعي تي ورکولو سره تړاو لري، چې پر انسولین افرازوونکو پانکراس ژونکو نېغ اغېز لري.