BBC
 شاته

د ټرمپ ډاکټر: د ولسمشر دماغي حالت سم دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ډاکټر جکسن د ولسمشر ډاکتر وايي ولسمشر غوره (جین) لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوې دماغي ازموینې وروسته ښيي چې روغه سټه لري. د سپینې ماڼۍ ډاکټر روني جکسن ویلي د ولسمشر ټرمپ دماغي او عصبي حالت نورمال دی.

تېره اونۍ یو اویا کلن ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره یوه درې ساعته اوږده روغتیایي ازموینه وکړه.

د ټرمپ د دماغي حالت په هلکه ګنګوسې وروسته له هغې راپورته شوې چې په یوه ناندرییز کتاب کې د نوموړي د دماغي حالت په هکله پوښتنې راولاړې شوې وې.

د سه شنبې په ورځ داکټر جکسن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "د ولسمشر روغتیا په بشپړ ډول سمه ده."

ډاکتر جکسن دا هم زیاته کړه چې روغتیایي ازموینې ښيي د ولسمشر ټرمپ روغتیا به د ولسمشرۍ ته پایه سمه وي، ځکه د نوموړي په وینا د ژوند په اوږدو کې یې له تمباکو او مشروباتو ځان ساتلی.

د یوه ژورنالیست پوښتنې ته په ځواب کې چې څنګه یو څوک چې خوراک یې فسټ فوډ او ډایټ کوک وي او ورزش نه کوي هغه دې غوره روغتیا ولري، ډاکټر جکسن وویل چې د ولسمشر ټرمپ ښه جین لري، یعنی میراثي روغتیا ورپاتې ده.

خو د ټرمپ ډاکټر دا وړاندیز وکړ که ولسمشر غوړ خواړه کم او ورزش وکړي نو ورته ښه به وي.

د تېرې جمعې په ورځ ولسمشر د ماریلنډ په والټر ریډ روغتیایي مرکز کې د نظامي ډاکټرانو له لوري وازمویل شو او هغوی هم وویل چې د نوموړي روغتیا سمه ده.

په دې ډاکټرانو کې جکسن هم شامل و، چې رسمي دنده یې د (ولسمشر ډاکټر) ده.

نوموړی له دې مخکې د بارک اوباما ډاکټر هم پاتې شوی.

د ولسمشر ټرمپ د دماغي حالت په هکله پوښتنې له هغې وروسته راولاړې شوې چې د مایکل ولف کتاب (فایر اینډ فیوري/ اور او غوسه) بازار ته راووت.

ښاغلي ولف په کتاب کې کښلي چې ټرمپ له دماغي حالته د دې وړ نه دی چې د ولسمشرۍ دنده پر مخ یوسي او دا دعوا یې هم کړې چې د ولسمشر ټرمپ په اداره کې ځینې کسان ده ته د (ماشوم) په سترګو ګوري چې (سم لاسي خوښي) یې باید تر لاسه شي.

پخپله ټرمپ بیا د ښاغلي ولف د کتاب له خپرېدو وروسته ویلي وو چې کتاب یې (له درواغو ډک دی). د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم ورته نیوکې رد کړې وې.

د ۲۰۱۵ په ډسمبر کې د ښاغلي ټرمپ اوږدمهاله ډاکټر هارلډ بورنسټین له ټاکنو مخکې ارزونې کې ویلي وو چې ټرمپ (تر ټولو روغ کس دی چې ولسمشرۍ ته ټاکل کېږي).