د تاریخ تر ټولو شتمن کس مسلمان و
د تاریخ تر ټولو شتمن کس مسلمان و.
د مني یا پیسو په نامه مجلې موسی منسا د تاریخ تر ټولو شتمن سړی بللی دی. د موسی پلازمېنه ټمبکټو د مالي هېواد کې وه چې هغه مهال یې د طبیعي سرچینو په ځانګړي ډول سرو زرو لوی زېرمې درلودې.
موسی چې لومړی نوم یې موسی کیټا و، له ننه کابو ۷ سوه کاله مخکې په ۱۳۱۲ز کې واک ته ورسېد، واک ته له رسېدو سره سم یې نوم موسی منسا شو. منسا د (پاچا) په معنی ده.
د ځینو رپوټونو له مخې په بشپړه توګه معلومه نه ده چې د موسی واکمني څومره لویه او تر کومو سیمو پورې غځېدله، خو د ځینو مورخینو په وینا اوسنۍ موریتانیه، سینیګال، ګمبیا، بورکینا فاسو، مالي، نایجر، چاد، نایجیریا او شاوخوا سیمې یې په ولکه کې وې.
موسی منسا نه یوازې په دومره لویه سیمه واکمني درلوده، بلکې نوموړي د اسلام لپاره هم کار کړی او په سیمه کې یې جوماتونه هم جوړ کړي، چې ځینې یې ان تر ننه پورې پاتې دي.
د منسا موسی د دولت د شتمنۍ اټکل ګران دی، خو د ځینو شمېرو له مخې د ده شخصي شتمني د ۴۰۰ میلیارډ ډالرو په شاوخوا کې وه.
د نننۍ نړۍ تر ټولو شتمن کس د امازون انټرنیټي پاڼې او خدماتو مشر جیف بیزوس دی، چې اټکل کېږي شتمني یې ۱۰۶ میلیارډه ډالره وي، نو که پرتله شي، منسا موسی د اوسمهال تر ټولو شتمن کس څخه درې ځله زیات شتمن و.
- شتمن خلک ولې کار کوي؟
- ډونالډ ټرمپ: له شتمن سوداګره د ولسمشرۍ تر مخکښ نوماند
- ګارډین: اته شتمن میلیاردران د نړۍ د نیمایي بې وزله وګړو د پانګې په کچه شتمني لري
د تاریخ په اوږدو کې ځینې کورنۍ او کسان شتمن تېر شوي، لکه د امریکا جان دي راکفیلر د کابو ۳۴۰ میلیارډو ډالرو شتمني درلوده، د دې در څنګ د جرمني روتچایلډ کورنۍ د ۳۵۰ میلیارډو ډالرو شمتني درلوده، خو د دوی شتمني د وخت په تېرېدو، د پیسو د ارزښت او پړسوب ته په کتو سره اټکل شوې ده.
موسی منسا د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې له ګاونډیو ځینو واکمنو پرته ډېرو نه پېژاند. خو کله چې دی په ۱۳۲۴ز کې د حج په تکل ووت، نو خلک یې د قافلې په لیدو هک حیران پاتې شول.
د نوموړي قافله څو کیلومتره اوږده وه، په اسونو او اوښانو د سرو زرو لوښي، ورېښم او قیمتي وسایل بار وو. یوه انګېرنه ښيي چې په اوښانو ۱۳۶ کیلو ګرامه سره زر بار وو. کله چې دی په مصر کې قاهرې ته ورسېد، نو سره زر یې په خلکو داسې ووېشل چې هغه مهال یې د پیسو پړسوب رامنځ ته کړ او ځایي حکومت له کلونو وروسته بېرته حالت تر کابو لاندې راوست.
د منسا موسی د سفر او شتمنۍ کیسې اروپا ته ورسېدې. له دې وروسته خلک له اروپا د ده واکمنۍ ته راغلل چې وګوري د نوموړي د شتمنۍ خبره تر څومره رښتیا ده.
کله چې د منسا موسی د شتمنۍ رښتیا او درواغ معلوم شول، په ۱۳۷۵ز کې د هغه مهال د مالي حکومت او پاچا نوم د کتلان اتلس کې ثبت شول. چې د منځنیو پېړیو د اروپا تر ټولو مهمه نقشه ده.
د Money (پیسو) مجلې د میشیګن پوهنتون د تاریخ پروفیسور روډلف ویر غږولی، هغه وايي:
''دا د تاریخ د تر ټولو شتمن کس خبره ده، یو څوک چې دومره شته لري چې معلومول یې ګران وي، نو تاسې پوهېدی شئ چې دی څومره شتمن و. ''