BBC
 شاته

افغان پاسپورټ د ۱۹۹ هېوادونو د پاسپورټونو نوملړ په پای کې

افغان پاسپورټ د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

د سلا مشورو یوه امریکايي شرکت د ۱۹۹ هېوادونو د پاسپورټونو درجه بندۍ یوه نوملړ کې د افغانستان پاسپورټ ته وروستی ځای ورکړی دی. افغان پاسپورټ د هغو پاسپورټونو په لیست کې شامل بلل شوی، چې سفر کول پرې تر ټولو ګران دي.

نوماد کاپټلیسټ ( Nomad Capitalist )نومي دغه اداره د بېلا بېلو هېوادونو پاسپورټونو ته پینځو مواردو کې درجې ورکوې، چې بې ویزې سفر، د ټیکسونو یا مالیو سسټم، د پاسپورټ نړیوال اعتبار، دوه ګونی تابعیت او هېوادونو کې فردي ازادي پکې شامل دي.

دې کې بې ویزې سفر ته ۵۰ نمرې، مالیو یا ټیکسونو ته ۲۰ ، باور ته ۱۰، دوه ګوني تابعیت لرلو ته ۱۰ او ټولیز اعتبار یا باور ته ۱۰ سلنه نمرې ورکړل شوې دي.

ټولټال نمرو ته په کتو سره بیا د هر مملکت پاسپورټ ته یو ځای ټاکل شوی دی. د نوماد پاسپورټ درجه بندۍ کې لومړی ځای د سویډن پاسپورټ ته ورکړل شوی دی.

د انځور حقوق .
Image caption پاکستان پاسپورټ د ۱۹۹ هېوادونو دغه لیست کې ۱۹۶ ځای لري

دویم ځای بلجیم، اسپانیا او ایټالیا ته دریم ځای ورکړل شوی دی. برتانیا دغه نوملړ کې ۱۶ ځای لري، د امریکا متحده ایالتونه ۳۵ ځای لري او هند ته ۱۶۰ مقام ورکړل شوی دی.

پاکستان له ۱۹۶ نمبر سره د دغه لیست د پای په پنځو هېوادونو کې شامل دی، چې په ترتیب سره لیبیا ۱۹۵ پاکستان ۱۹۶ اریټریا ۱۹۷ عراق ۱۹۸ او افغانستان ۱۹۹ ځای لري.

د درجه بندۍ لپاره د نوماد کاپټلیسټ ادارې په وینا تر ټولو ډېر اهمیت د سفر ازادۍ ته ورکړل شوی دی، چې د دوی په وینا له ویزا پرته سفر دی.

دغه لړ کې د درجه بندۍ لپاره ۵۰ نمرې ورکول شوې دي، چې څومره ډېر هېوادونه د دغه پاسپورټ لرونکي ته له ویزا پرته یا له رسېدو وروسته د دخول اجازه ورکوي، دې کې جرمني لومړی ځای لري.

دویم اهمیت مالیو یا ټیکسونو ته ورکړل شوی دی. نوماد کاپټلیسټ وايي، د یوه هېواد اوسېدونکي باید یوازې د خپل تابعیت له کبله د ټیکس ورکولو ته اړ نه شي. دې کې دا کتل کېږي، چې له وګړیو څومره مالیه اخیستل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د ډېرو مالیو اخیستونکو هېوادونو لومړي سر کې د امریکا نوم راځي او موناکو د خلکو پر عاید مالیه نه ټولوي. اعتبار یا باور هم د دغه بهیر مهمه برخه ده.

دې کې د پاسپورټ نړیوال باور ته پام کېږي، چې څومره هېوادونه پاسپورټ لرونکي ته پا اسانۍ اجازه ورکوي، چې ورشي او یا یې ورسره رویه دوستانه نه وي.

افغان چارواکي: د پاسپورټ کمېشنکاري بس ده

افغان حکومت برېښنايي پاسپورټونه ورکوي

ایران مېشتو ناقانونه افغان کډوالو ته پاسپورتونه ورکول کېږي

دوه ګوني تابعیت لرل هم دې کې د لسو نمرو اخیستو سبب بلل شوي دي.

هغه هېوادونه چې له یوه مخه د دوه ګوني تابعیت ورکولو حق نه ورکوي، ۱۰ نمرې ورکړل شوې دي او هغه هېوادونه چې ټولو اوسېدونکو ته دا حق ورکوي هغوی ته ۵۰ نمرې ورکړل شوې دي.

دغه راز د بیان ازادي او د اوسېدو حق برخه کې هم له ۱۰ تر ۵۰ پورې نومرې ورکړل شوې دي. ۱۰ نومرې هغو ته ورکړل شوې، چې اوسېدونکي یې تر ټولو لږ ازادي لري او ۵۰ بیا هغو ته ورکړل شوې، چې د اوسېدونکو ازادي یې تر ټولو ډېره ده.

د بیان ازادۍ لړ کې د افغانستان نومرې ۲۰ دي، چې ډېره ازادي نه ښيي، البته وايي چې ډېره سختي هم پکې نه شته.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

د نوماد کاپټلیسټ ادارې په وینا دوی د انډیکس یا شاخص لپاره معلومات د بېلا بېلو هېوادونو له سفارتونو، ای اې ټي اې، هېنلې ویزه، د بندیزونو درجه بندۍ، د هېوادونو مالیو درجه بندۍ، شخصي تجربو، سوداګریزو سلاکارانو، د خوښۍ نړیواله درجه بندي، د بشري پرمختګ رپوټ او دغه راز له ځینې نورو ادارو تر لاسه کړي دي.