BBC
 شاته

ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال بودیجه تصویب کړه

. د انځور حقوق ARG
Image caption د ولسي جرګې غړی صدیق عثماني وايي، سږنۍ بودیجه د نورو کلونو له هغې سره توپیر لري.

د افغانستان ولسي جرګې نن چارشنبه د جنورۍ ۱۷مه په علني ناسته کې د ۱۳۹۷ کال بودیجه تصویب کړه.

د افغانستان سږنۍ بودیجه ټولټال ۳۷۷ میلیارده افغانۍ ده چې ۵.۵ میلیارده امریکايي ډالره کېږي چې له ډلې یې ۲۶۶ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۱۰ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده.

د افغانستان د ماليې وزارت وایي، د ۱۳۹۷ کال بودیجه د افغانستان واقعیتونو، شته امکاناتو، د ملي پروژو تر سره کولو، د دولتي ادارو جوړښتونه او نړیوالو معیارونو ته په کتو چمتو شوې ده.

د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي له ټولو بودیجوي واحدونو غوښتي چې امکاناتو، ګټورتیا او د حکومت پراختیايي لومړیتوبونو ته په کتو د ۱۳۹۷ کال بودیجه ولګوي.

د ولسي جرګې غړی صدیق عثماني وايي، سږنۍ بودیجه د نورو کلونو له هغې سره توپیر لري.

* افغان کابینې د ۱۳۹۷ لمریز کال بودیجه تایید کړه

* "تر ۷۰ سلنې کمې بودیجې لګوونکي وزیران استیضاح کېږي"

* ولسي جرګې د جنین د جنسیت پټ ساتلو قانون رد کړ

نوموړي زیاته کړه، په نوې بودیجه کې څلور پورونه شته. د ارملک - لامان سړک د جوړولو لپاره له سعودي عربستان څخه پور اخیستل شوی، د هرات - چشت شریف د سړک او همدارنګه د هرات د هوايي ډګر د جوړولو لپاره ۱۲۱ میلیونو یورو له ایټالیا پور شوې دي.

هغه زیاته کړه، د کابل د حلقوي سړک د جوړولو لپاره چې ۱۱۷ کیلومټره اوږدوالی لري، د اسیا له پرمختیايي بانګ څخه ۷۴ میلیون ډالر پور شوي دي.

د هغه په خبره، یاد پورونه سود نه لري او د اوږده مهال لپاره دي.

د افغانستان ولسي جرګې شاوخوا میاشت وړاندې د ۱۳۹۷ کال بودیجه د یو لړ نیمګړتیاوو له امله رد کړه او له مالیې وزارته یې د یادو نیمګړتیاوو د سمولو غوښتنه وکړه.