ملاله: 'د زینب کیسې مې زړه مات کړ'
'تښتونه، جنسي تېری او بیا زندۍ کول او وژل'، دا ټول د پاکستان پنجاب ایالت قصور کې د جنورۍ پر څلورمه د شاوخوا ۷ کلنې زینب انصاري په برخه شول. هغه د قرآن زده کولو درس ته پر لار وه چې وتښتول شوه.
له تښتول کېدا څو ورځې وروسته له کوره دوه کیلومتره لیرې یې مړی د خځلو په یوه امبار کې وموندل شو.
د څار کامرو په ثبت شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې یوه سړي زینب تر لاس نیولې ده.
دا مساله د لویو نړیوالو خبري رسنیو د سر موضوع شوه او ګڼو مشهورو څېرو پرې غبرګونونه وښودل.
پاکستان: اته کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې
د نجونو د تعلیم مخکښې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ پر خپل ټویټر ولیکل: "زړه مې د زینب کیسو په اورېدو مات شو، ۷ کلنه نجلۍ په قصور کې په وحشیانه ډول تښتول شوې او وژل شوې. دا کار باید ودرول شي. حکومت او چارواکي باید لاس په کار شي.# زینب ـ ته ـ عدالت.
د زینب وژل کېدو پاکستان کې د غوسې او لاریونونو لامل شول.
د تاوتریخجنو پېښو پایله کې پولیس او لاریونیان هم سره لاس او ګرېوان شول، چې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لږترلږه دوه لاریونیان پکې ووژل شول.
چارواکو او پولیسو هم غوښتل، چې د قهرېدلو خلکو پروړاندې له زوره کار وانخلي.
د زینب له کورنۍ سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ لپاره د پېر او پلور مرکزونه وتړل شول.
د #JusticeForZainab (د زینب لپاره عدالت) هشټګونه پر ټویټر لاس په لاس شول.
د پاکستان پوځ د سیمې پولیسو ته امر وکړ چې د مجرم په موندلو کې تر وروستي بریده هڅه وکړي.
د واشنګټن پوسټ د راپور پربنسټ، د شمېرو له مخې، د پاکستان پنجاب قصور سیمه کې یوازې تېرو دوو کلونو کې تر جنسي تېري وروسته لږترلږه ۱۲ ماشومان وژل شوي.
اوس قصور د غوسې ښار دی
زینب د وروستي ځل لپاره د څار د کامرو په ثبت شویو وېډیوګانو کې لیدل شوې، چې یوه ناپېژانده سړي تر لاس نیولې ده.
پولسو د څېړنو پایله کې بي بي سي ته ویلي، یوازې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ راهیسې قصور کې د ماشومانو د جنسي تېري او وژلو ۱۰ پېښې ثبت شوې.
د څېړنو له مخې، په دوی کې شپږ یې ډېرې کوچنۍ نجونې وې، چې خپلو کورونو ته ډېرې نژدې تښتول شوې او وژل شوې او مړي یې کورونو ته څېرمه د خځلو او کثافاتو په ډېرانو کې غورځول شوي.
له زینب ټیک یوه کال وړاندې پنځه کلنه عایشه بي بي د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر اومه له خپل کوره ترۍ تم شوه.
هغه د خپل پلار اصف بابا د زوکړې پر ورځ ورکه شوه. هغه د خپلې لور لوبتوکي او کاري لاهم ساتلي دي، د ښوونځي په جامو یې هم زړه نه کېږي.
نوموړي بي بي سي ته وویل: "په خوله د غوسې اور سړول ډېر کم دي چې زما د احساس استازیتوب وکړي. دا اوس کور نه دی، بلکې هدیره ده. له هغه راهیسې چې زینب وژل شوې، لکه موږ چې خپله لور بیا له لاسه ورکړې وي".