BBC
 شاته

"د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونه د امریکا د اکمالاتي لاریو پر ضد کمپاین پیلوي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تور خم له لارې امریکايي ځواکونو ته ډېر اکمالات کېږي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه لیکي چې د دغه هېواد سیاسي او مذهبي ګوندونو او دیني عالمانو د د فاع امت په نوم کنفرانس کې هوډ وکړ چې په پاکستان کې به د امریکا د هغو اکمالاتي لاریو پر ضد کمپاین وکړي چې افغانستان کې خپلو ځواکونو ته مالونه رسوي.

دې کنفرانس ته چې د دفاع پاکستان شورا وربللی و، ځينې کسان ورغلي وو او کلک امنیت یې نیول شوی و.

د کنفرانس ویاند ویلي، دوی به د کشمیر او بیت المقدس د ازادۍ لپاره لوی کمپاین پیلوي.

دوی د کشمیر په اړه د جماعت دعوه د مشر او د ممبیی د بریدونو د طراح حافظ سعید د دریځ ملاتړ وکړ.

ویناوالو د ملګرو ملتونو له څارډلې وغوښتل چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو له خوا د دوی په وینا تر سره شوي ظلمونه وڅاري.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په پنجاب کې د ماشومانو پر ضد د جنایتونو او د پولیسو د ناکامۍ په اړه لیکنه کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، د پاکستان په دې لوی ښار کې د ماشومانو پرضد د زیاتو جرمونو تر سره کول دا ډاګیزوي چې پولیس په خپلو چارو کې پاتې راغلي دي.

د پولیسو د مرکزې ادارې یوې سرچینې ویلي، په ۲۰۱۷م کال کې د ماشومانو پر ضد ۷۵۰ جنایي دوسیې ثبت شوې دي چې په هغو کې له ۳ نه تر ۱۵ کلنو پورې نجونې او هلکان شته.

د جرمونو زیاته برخه په لاهور، فیصل اباد او راولپنډۍ کې تر سره شوې ده.

سرچینه زیاتوي: د ماشومانو پر ضد جرمونه د ۲۰۱۶م کال پرتله په ۲۰۱۷م کال کې په سلو کې ۳۰ زیات شوي دي. ماشومان تښتول شوي، جبري کارونو ته اړ ایستل شوي او له جنسي ځورونو سره مخ شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پنجاب په قصور ولسوالۍ کې اته کلنه زینب له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې د یوټیوب هغه ویډیو خپره کړې چې ګومان کېږي د امریکا ځانګړي ځواکونه په یوه لارۍ ډزې کوي.

د همدې ویډیو خپرول د دې سبب شوي چې د امریکا پوځ په دې برخه کې پلټنې پیل کړي.

د انځورونو یوه برخه ښيي چې امریکايي ځواکونه د لارۍ له څنګه د تېرېدو پر مهال د لارۍ پر کړکۍ ډزې کوي خو مالومه نه ده چې چلوونکی ټپي کېږي کنه؟

ورځپاڼه د امریکا د مرکزي قوماندې د قوماندان جنرال جوزېف ووټل له خولې لیکي چې دا انځورونو پخلی نه شي کېدلی او دا د امریکا د ځواکونو د مسلکي توب استازيتوب نه شي کولی.

خو یوه امریکايي سرتیېري نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې دې سرتیري سم کار کړی او د جګړې اصول یې نه دي تر پښو لاندې کړي.

د ده په وینا که بل څوک هم په هغه ځای کې وی، د سرتیري دا عمل یې تاییداوه.

د ده په وینا هغه مرمۍ چې کړکۍ پرې ویشتل شوې وژونکې نه وه.

که څه هم دا خبرې په ناپيلې توګه نه دي تایید شوې.

نیویارک ټایمز په دې مطلب کې د پېښې د ځای په اړه هم شکونه راپورته شوي او وايي، ښايي دا ځای په افغانستان کې نه وي.

خو نیویارک ټایمز لیکي، په دې اړه یو امریکايي چارواکی پلټنې کوي او زیاتوي ښايي دا انځورونه د افغانستان په ختیځ کې اخیستل شوي وي.