BBC
 شاته

د پولیسو مسلکي کېدو ته د افغان حکومت پلان

د انځور حقوق MOI
Image caption ښاغلي برمک وویل، له دې وروسته به یې هڅه دا وي چې پولیسو ته ټول سپکاوي کوونکي او خائنین ونیسي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي، د خلکو د خوښۍ په موخه د پولیسو لیکو کې د بنسټیزو سمونونو راوستلو په هڅه کې دی. نوموړي ویلي، د پولیس افسرانو ټول بدلونونه، تبدیلۍ او ارتقا به نوره د افسرانو د قانون پر بنسټ کېږي.

ښاغلي برمک دا څرګندونې د شنبې په ورځ (جدي ۲۳مه) ''د کورنیو چارو وزارت د مامورینو د مهارتونو او پوهې د لوړاوي'' په یوه غونډه کې کړې، چې وايي هدف یې د ''پولیسو ظاهري اصلاح نه ده، بلکې هڅه یې دا ده چې بنسټیز سمونونه راشي او خلک له پولیسو راضي شي او چارواکي او پولیس افسران د خپل مسؤولیت احساس وکړي''.

هغه وویل، له نن وروسته به د کورنیو چارو وزارت کې د پولیس افسرانو بدلونونه، تبدیلۍ او ارتقا د افغانستان د افسرانو د قانون د ارزونې پربنسټ ترسره کېږي.

اشرف غني: وکیلان دې ګومارنو لپاره وزارتونو ته نه ځي

"افغان پولیسو کې د امتیازاتو ناانډولي د فساد لامل دی"

اروپايي ټولنه: د افغان ځواکونو وسلې او مهمات پر طالبانو پلورل کېږي

درې لوړ پوړي افغان چارواکي د جعل په تور په بند محکوم شوي

د کورنیو چارو وزیر ويس احمد برمک په پوليسو کې د سمونونو په موخه یوه جوړ شوي کنفرانس ته وویل چې د پولیسو په مدیریت کې يې وار له مخې یو شمېر بدلونونه پلي کړي:

"له دې وروسته د کورنیو چارو وزارت هېڅ کارکوونکی په انفرادي ډول کورنیو چارو وزارت ته وړانديز نشي کولای چې وايي زه فلانی یم، په دغه بست کې کار کوم او غواړم دغه بست ته لاړ شم. دا په کورنیو چارو وزارت کې کفر او انارشېزم او د ټولو نورمونو او پاليسو خلاف ده. دا باید هماغه ډول له منځه لاړ شي چې د امنیه قومانداناو د وړاندیز را استولو هغه ډول له منځه لاړ چې د وکیلانو په لاس به يې را استول او موږ ته به یې سرخوږی جوړاوه"

د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل، ددې کار لپاره هر ولایت ارزول کېږي او پایله کې به دا په ډاګه شي چې په کوم ځای کې پولیسو ته ډېره اړتیا ده.

د ښاغلي برمک په وینا، دا پروګرام به د افغانستان ملي پولیسو جوړښت کې د فساد کمولو لامل شي؛ ځکه چې په وینا یې ترڅنګ به یې یو قوي څارنیز سیستم هم وي.

ښاغلي برمک زیاته کړه، تر دې وروسته به هغو کسانو مخه ونیسي چې د افغانستان پولیسو سپکاوی کوي او له دوی سره خیانت کوي.

وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، په امنیتي ځواکونو، په تېره بیا کورنیو چارو وزارت کې فساد ډېر شوی دی.

لاسوهنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره سه شنبه د پوليس افسرانو د فراغت په مراسمو کې د افغان پارلمان غړو ته خبرداری ورکړی و، چې وروسته له دې دې په کورنيو چارو وزارت کې د پوليسو د ګمارل کېدو او ترفيع په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

خو په افغانستان کې جنګي حالت پولیسو ته د اغېزناکې روزنې لږ فرصت ورکړی و. دغه ځواک له ترهګرۍ سره په مبارزه او د خلکو په ساتنه کې ونډه اخیستې او له نورو امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يې په ګډه درانه فشارونه زغملي.

خو د یو شمېر څېړنیزو ادارو په خبره په پوليسو کې د اداري فساد شتون او د دوی غیرمسلکي والی د دغه ځواک یوه عمده نیمګړتیا ده. خلک او څارونکي وايي افغان پوليس لا هم د قانون د پلي کوونکي ځواک پر ځای د یوې پوځي ادارې په توګه چلند کوي.

ولسمشر غني پر هغو کسانو نیوکې ته په اشارې چې په واسطه مقررۍ کوي، د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې وزارتونو ته د مقرریو او واسطو لپاره ولاړ نه شي. هغه ګواښ وکړ که دوی دا طرح عملي نه کړي، نو له رسنیو سره به یې شریکه کړي.

د انځور حقوق MOI
Image caption وړاندې ښاغلي غني کورنیو چارو وزارت په امنیتي ځواکونو د فساد زړه بللی و

د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په تېرو نږدې دوه لسیزو کې پر دغه ځواک د سمونونو لپاره له پنځلس میلیارده ډېر ډالر ولګول. خو افغانستان د روڼتیا څار ادارې یوه څېړنه وايي چې د دغو اورګانونو په بشري مدیریت، ګمارنو او ترفېعاتو او تدارکاتو او لوژيستیک کې شته فساد د امنیت او د حکومت د مشروعيت په ساتنه کې د دوی رول کمزوی کړی.

که څه هم د ملي پوليسو شمېر تر ۱۵۵۰۰۰ تنو رسېږي، خو څېړونکې ادارې لا هم دا شمېر "ناکافي" ګڼي.