BBC
 شاته

د سعودي مېرمنو ته تاریخي ورځ؛ اول ځل لوبغالي ته لاړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption سعودۍ د کور له نارینه وو پرته هم لوبغالي ته تللی شي.

سعودي عربستان کې مېرمنې په لومړي ځل لوبغالي ته لاړې او د فوټبال سیالۍ ننداره یې وکړه.

په خواله رسنیو کې ډېر انځورونه خپاره شوي، چې ښيي سعودۍ مېرمنې لوبغالي ته د تللو په وخت د ښځو لپاره ځانګړي شوي کتار کې ولاړې دي.

* سعودي او د ښځو پر مختګ

* سعودي کې ښځې کوم کارونه نه شي کولای؟

د جمعې په ورځ (د جنورۍ دوولسمه) دوی په جده کې یې د الاهالي او الاباطن لوبډلو ترمنځ د سعودي عربستان د غوره لیګ یوه سیالي ولیدله.

جده ښار کې دې سیالی ته له پلازمېنې ریاض هم درې ملګرې صایمه، صدف او سمیره ورغلې وې.

د خوب لیدل

Image caption له پلازمېنې ریاض لوبې ته راغلې نجونې.

صایمه ریاض کې زېږېدلې، هورې لویه شوې، زدکړې یې کړې او هلته دنده لري.

هغې بي بي سي ته وویل: "زموږ داسې هرکلی وشو او دومره درناوی مو وشو، چې موږ یې هیله نه درلود، هرڅه ډېر ښه روان و".

* ګاډي چلوونکې سعودۍ مېرمنې له زندانه خوشې شوې

* سعودي مېرمنو ته د موټر سیکل او لارۍ چلولو اجازه هم ور کړه

د هغې په خبره، لوبغاړي ته ننوتلو کې دومره ګڼه ګوڼه وه چې لوی کتار جوړ شوی و:

"دا زموږ لپاره د خوب لیدل و، موږ سوچ کاوه دا ریښتیا دي که نه؟ د داسې څه هیله مو نه درلوده".

لا ډېرې هیلې

v د انځور حقوق AFP

سمیره احمد هم هیله منه ده چې له دې وروسته به د لوبو ډګر کې نجونو ته ډېر چانس میلاو شي.

نوموړې چې ښوونکې ده وايي، د ښوونځي پر مهال یې بېډمنټن او باسکېټبال کول:

"خو چې لویه شوم، کومه اسانتیا نه وه، ځکه مې هغه شوق له منځه لاړ".

* د نړۍ ګرانبیه کور د محمد که د بل چا دی؟

* اسرائیلو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ورغوښتی

صدف هم ښوونکې ده او له حکومت مننه کوي چې لوبغالي ته یې د مېرمنو پښه ور ازاده کړه:

"موږ ډېر خوند واخیست، دلته د مختلفو قومونو ډېرې نجونې او ښځې راغلې وې".

دوی درې واړه ملګرې هیله منې دي چې حکومت د مېرمنو لپاره د وختېري او ټولنیزو بوختیاوو نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د سکواش لومړنۍ سیالي

د انځور حقوق AFP

په سعودي عربستان کې د ورستي ټولنیز سمون له مخې، مېرمنې د کورنۍ له نارینه وو پرته لوبغالي ته تللی شي.

د شنبې په ورځ هم جده ښار کې مېرمنې د فوټبال سیالۍ د نندارې لپاره بلل شوې دي.

* په ځوانانو کې د محمد بن سلمان د محبوبیت راز

* "ښايي د سعودي پاچا واک خپل زوی ته پرېږدي"

د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به هم دوی په دمام ښار کې یوه بله سیالي وویني.

د دې سیالیو سمبالګر وايي، د مېرمنو د نندارې هرکلی کوي.

پر دې سربېره ډېر ژر به سعودي عربستان کې د مېرمنو د سکواش لومړنۍ سیالي وشي.

د انځور حقوق AFP

په وروستیو میاشتو کې سعودي چارواکو د ښځو د شرایطو او حقونو برخه کې سمون راوستلی دی.

د سعودي عربستان ولیعهد وايي، سعودي ځوانان- چې د هېواد ډېری وګړي دي- ټولنیز بدلون غواړي.

محمد بن سلمان په دغه هېواد کې دیني سختي د ریښتوني اسلام او د عربستان له دود او کلتور سره ټکر کې بولي.