BBC
 شاته

د افغان کريکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته ماتې ور کړه

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په نوي زیلنډ کې خپله لومړنۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ور کړه.

نن د شنبې په ورځ د ۱۹ کلنو ځوانانو د کریکټ نړیوال جام سیالۍ په نیوزیلېنډ کې پیل شوې.

په دغه جام کې د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلې برخه لري.

افغانستان په خپله لومړنۍ لوبه کې نن د پاکستان پروړاندې ډګر ته ووت.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې په ۴۸ اور کې ۱۸۹ هدف وټاکه.

د انځور حقوق ACC

افغان لوبډلې د پنځو ویکټو بایللو سره په ۱۴۷ اور کې د ۱۹۴ منډو په جوړولو سره دا هدف ترلاسه کړ.

افغان لوبغاړو کې دروېش رسولي ښه وځلېد.

نوموړی د ۷۶ منډو په جوړولو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ فیسبوباک پاڼه کې د دې ادارې د مشرتابه له خوا د پاکستان پروړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې بری ستر او تاریخي بلل شوی او افغان ولس ته یې مبارک ور کړې ده.

د افغانستان ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله پر ټویټر د دې بریا مبارکي ورکړې او لوبغاړو ته یې د لا نورو بریاوو هیله ښودلې ده:

"د نولس کلنو د کرېکټ د نړیوال جام په لومړنۍ سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبدلې د بریا مبارکي وایم. افغانان پر تاسې ویاړي. اتلانو ته ښې چارې."

افغانستان په لومړي پړاو کې دوه نورې لوبې هم لري.

افغان لوبډله له سریلانکا او ایرلنډ لوبډلو سره لوبه لري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي؛ د دوی هڅه دا ده چې دوه لوبې وګټي او ځان د نړیوال جام دویم پړاو ته ورسوي.

د انځور حقوق ACB
Image caption په استرالیا کې افغان سفیر وحید الله ویسي او په نیوزیلنډ کې مېشت افغانان د پاکستان پروړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې تشویق په موخه لوبغالي ته راغلي.