BBC
 شاته

ولسمشر ټرمپ د ځینو هېوادونه لپاره نامناسب ټکي کاروول نه مني

د انځور حقوق Reuters
Image caption رپوټونه وايي، ولسمشر ټرمپ له سیاستوالو سره لیدنه کې نامناسب ټکي کاروولي

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ رد کړې، چې ګنې د السلواډور، هیټي او ځینو نورو افریقايي هېوادونو په تړاو یې نامناسب توري کاروولي.

له هغو رپوټونو وروسته چې ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ یوه غونډه کې دغه هېوادونه 'خیرن ' بللي، په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راوپارول.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي دغه څرګندونې توکمپالنه بللې او وايي د 'بشریت تر ټولو ناوړه اړخ ته یې لاره پرانیستې. ' خو ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي 'دا هغه ټکي نه دی ' چې ده په غونډه کې ویلي. نوموړی وايي د ده 'ژبه سخته وه خو دا ټکي نه وو. '

واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز، پولیتیکو او وال سټریټ ژورنال ټولو د غونډې عیني شاهدانو له قوله د ولسمشر دغه خبرې نقل کړې دي. سپینې ماڼۍ دغه خبرې نه دي رد کړې.

د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې چې ادعا یې کېږي داسې مهال مخې ته راځي، چې د کډوالو په تړاو د یوه وړاندیز شوې هوکړې سره د مخالفت په تړاو یو شمېر سیاسي شخصیتونو له هغه سره د پنجشنبې پر ورځ لیدلي.

د ټرمپ په اړه نوي کتاب کې اته لانجمن ټکي

اور او غوسه کتاب کې: ټرمپ شهزاده محمد خپل "بنده" بولي

ویل کېږي ښاغلي ټرمپ دوی ته ویلي ولې امریکا د جګړو، طبیعي افتونو او یا وبا ځپلیو هېوادونو اوسېدونکو ته د موقت اوسېدو اجازې ورکولو پر ځای ولې د ناروې په څېر هېوادونو کډوال نه مني. د هغه له قوله ویل شوي:

''ولې موږ نورو هیټیوالو ته اړتیا لرو؟ دوی وباسئ. ''

بل لور ته د سپینې ماڼۍ ویاند راج شاه یوه اعلامیه کې ویلي، واشنګټن کې ځینې سیاستوال د نورو هېوادونو د ګټو لپاره مبارزه کوي، خو ولسمشر ټرمپ به تل د امریکایانو لپاره مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاند روپرت کولوایل وايي:

''که دغه حیرانونکې او له شرمه ډکې څرګندونې د امریکا ولسمشر کړې وې، وبښئ دا یو مخیزه توکمپالنه ده. ''