BBC
 شاته

نړۍ کې واکمنې ښځې

تېریزا مې Image copyright
Image caption تېریزا مې

د بریتانیا د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې تېریزا مې د چارشنبې په ورځ (جولای ۱۳مه)، د حکومت واګې ترلاسه کړې.

په دې سره، نوموړې د بریتانیا په تاریخ کې دا ددغه هېواد دویمه ښځینه لومړۍ وزیره ده. په نړۍ کې ګڼې نورې ښځې هم د واک لوړو پوړیو ته رسېدلې دي، چې په لاندې ډول دي:

انګیلا میرکل

Image copyright AP
Image caption انګیلا میرکل

د جرمني صدر اعظمه انګیلا میرکل په ۲۰۰۵ کال د هېواد صدر اعظمه شوه، چې پارلمان کې یې ګوند ډېری څوکۍ وګټلې. نوموړې له ۲۰۰۰ کال راهیسې د دیموکرات عیسوي ګوند مشري کوي. دا په هېواد کې د واک لوړې پوړۍ ته لومړنۍ رسېدلې مېرمن ده.

وړاندې، د هیلموټ کول د واکمني پرمهال، په ۱۹۹۱ کال میرکل د ځوانانو د چارو وزیره وه.

انګیلا میرکل په ۱۹۶۵ کال د پخواني جرمني په ختیځ کې زیږېدلې، په کیمیا کې دوکتورا لري او د پوهنتون څېړونکې وه.

ايلن جانسن سيرليف

Image copyright AP
Image caption ايلن جانسن سيرليف

ایلن جانسن سیرلیف په ۲۰۰۵ کال د لایبریا مشره شوه، په ۲۰۱۱ کال بېرته ټاکنو کې بریالۍ شوه. دا د لایبریا په تاریخ کې دې مقام ته لومړۍ رسېدلې مېرمن ده.

سیرلیف د ولسمشر ویلیم ټولبرټ د واکمنۍ پرمهال، له ۱۹۷۹ کال تر ۱۹۸۰ پورې د مالیې وزیره وه، خو له پوځي کودتا وروسته یې هېواد پرېښود او د ځینو نړیوالو مؤسسو په مالي برخو کې یې کار وکړ.

سیرلیف په ۲۰۱۱ کال د یوې بلې لایبریایۍ لیما بويي، او د یمنۍ توکل کرمان سربېره، د نوبل سولې جایزه وګټله.

ایلن جانسن سیرلیف په ۱۹۳۸ کال په منروفیا کې زیږېدلې او په امریکا کې یې محاسبه او مالي برخه لوستې ده.

شيخ حسينه واجد

Image copyright AP
Image caption شيخ حسينه واجد

شیخ حسینه واجد له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بنګله دېش لومړۍ وزیره ده. د عوامي ګوند مشري هم کوي او د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ یې مشرۍ ته ورسېده.

حسینه په نړۍ کې له ډېرو اغېزناکو ښځو ګڼل کېږي.

په ۲۰۰۷ کال وروسته تر هغه پر حسینه واجد د فساد او قتل تورونه ولګول شول، چې پوځ د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد، خو نوموړې په ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې مشرۍ ته ورسېده.

حسینه په ۱۹۴۷ کال زیږېدلې، پلار یې شیخ مجیب الرحمن نومېده چې د بنګله دېش په تاریخ کې لومړی ولسمشر ګڼل کېده. نوموړی په ۱۹۷۰ کال ووژل شو. حسینه تر ۱۹۸۱ کال پورې په تبعید کې وه.

پر حسینې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۷ کلونو کې د وژلو هڅې وشوې.

ډاليا ګريباوسكايټي

Image copyright Reuters
Image caption ډاليا ګريباوسكايټي

ډالیا ګریباوسکایټي په ۲۰۱۴ کال د دویم ځل لپاره د لیتوانیا ولسمشره وټاکل شوه. نوموړې د هېوا د په تاریخ کې لومړۍ ښځینه ولسمشره ده چې پرله پسې توګه دوه ځلې ولسمشرۍ ته کامیابه شوې.

وړاندې د بهرنیو چارو او مالیې وزیره پاتې شوې، چې په لیتوانیا کې په "اوسپنیزه مېرمن" نومول شوې ده.

ډالیا ګریباوسکایټي په ۱۹۵۶ کال زیږېدلې، لینینګراد پوهنتون کې یې سیاسي اقتصاد لوستی او په ټولنیزو علومو کې یې دوکتورا اخیستې ده. نوموړې د پخواني شوروي اتحاد کمونیستي ګوند غړې وه.

پارك ګن هي

Image copyright AP
Image caption پارك ګن هي

پارک ګن هي په ۲۰۱‍۳ کال د جنوبي کوریا ولسمشره وه. له ۲۰۰۴ کال راهیسې د محافظه کاره ګوند مشره وه او له ۱۹۹۸ تر ۲۰۱۲ کال پورې د پارلمان غړې وه.

پارک ګن هي په ۱۹۵۲ کال زیږېدلې، پلار یې پارک چونګ هي له ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۹ کال پورې د جنوبي کوریا ولسمشر و.

دې الکترونیکي هندسه لوستې او په ۱۹۷۵ کال د سوګانګ له پوهنتون فارغه شوې ده، د لنډ وخت لپاره یې د فرانسې ګرونوبل پوهنتون کې هم زده کړې کړې خو د شمالي کوریا د یوه ملاتړي له خوا یې د پلار له وژل کېدا وروسته خپله بستره پلرني ټاټوبي ته وتړله.

ارنا سولبرګ

Image copyright epa
Image caption ارنا سولبرګ

ارنا سولبرګ په ۲۰۱۳ کال د ناروې لومړۍ وزیره وه. له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې د محافظه کاره ګوند مشري وکړه. دا په ناروې کې دویمه ښځینه لومړۍ وزیره ده.

ارینا سولبرګ په ۱۹۶۱ کال زیږېدلې، کله چې ۱۶ کلنه شوه، په ډاګه شوه چې لوستلو کې ستونزه لري، خو بیا یې هم پوهنتون ته لاره ومونده او په عامو بحثونو کې به یې ګډون کاوه. نومړې په ۱۹۷۹ کال د مصحلینو د ټولنې مشره وټاکل شوه.

سولبرګ په ۱۹۸۶ کال د بیرګن پوهنتون له سیاسي تخصصي علومو او اقتصاد نه فارغه شوه.

ميشل باچيلي

میشل باچیلي په ۲۰۱۳ کال د دویم ځل لپاره د چیلي ولسمشره شوه.

Image copyright epa
Image caption ميشل باچيلي

میشل باچیلی په ۱۹۵۱ کال زیږېدلې او په چیلي کې یې طب لوستی. پلار یې پوځي و او مور یې په لرغونتوکو کې مهارت ردلود.

باچیلي په ۱۹۷۵ کال له پوځي کودتا وروسته نیول شوې او ربړول شوې ده. خو کورنۍ یې په اتریش کې په پناه اخیستو وتوانېده، بیا د جرمني ختیځ ته ولېږېده.

باچیلي په ۱۹۷۹ کال چیلي ته ستنه شوه او هلته یې د ماشومانو د روزنې او پالنې برخه کې کار پیل کړ. په ۱۹۹۰ کال هغه مهال چې چیلي کې دیموکرات نظام واکمن و، د روغتیا وزیره شوه.