شاته

ترکیې له کردي یاغیانو سره د سولې مذاکرات رد کړل

د ترکیې صدراعظم ویلي چې ستانبول به د پي کی کی له ( تروریستي) سازمان سره د سولې خبرې ونکړي.

ترکیې د دغه هېواد د ناقانونه کردي یاغیانو سره د سولې نوې هلې ځلې او ابتکار رد کړیدی.

د ترکیې صدراعظم بنلي یلدریم د شبنې په ورځ د نړیوالو مطبوعاتو استازو ته وویل، چې د نوې سولې بهیر نشته دی او دا چې ترکیه له یو تروریستي سازمان سره خبرې نه کوي.

ښاغلي یدریم دغه خبرې په داسې وخت کې کړیدي، چې د کردستان کارگر گوند- پي کی کی-د ترکیې په پولیسو او پوځ باندې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

یوازې په همدې اونۍ د کردي یاغیانو په برید ونو کې څه باندې لس ترکي پولیس ووژل شول.

د پي کی کی او حکومت ترمنځ خبرې تېرکال ناکامې شوې او دیرش کلنه جگړه بیرته پیل شوه چې له کبله یې له دواړو غاړو څخه سلگونه کسان ووژل شول.

یلدریم همدغه راز وویل، یاغي گروپ مخکې ونه شو کړی چې د سولی نه سم کار واخلي او ترکیه او ملگري یې، پي کی کې، یو تروریستی سازمان بولي.

پي کی کی په کردي سیمو کې خپلواکي غواړي، په تېریو کال کې د ترکیې په یو شمېر سیمو کې د ځینو ځانمرګو بریدونو په ګډون ګڼ نور بریدونه هم شوي، چې د ترکیې حکومت په کې همدغه ډله تورنه بللې ده.

د ترکیی صدراعظم بینالی یلدریم همدغه راز وویل چې هېواد یې چمتو دی چې په ترکیه کی د قدرت د انتقال په وخت کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد یو رول ولري.

نوموړي وویل ترکیه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سوریې د مسئلئ په ارتباط یو ډیر سیمه ایز رول ولري.