شاته

ننګرهار حصارک کې د طالبانو یو مهم قوماندان د وژلو ادعا شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د دغه ولایت د حصارک په ولسوالۍ کې د امریکایي هیلکوپټرو په بریدونو او ځمکنیو جګړو کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پوځي چارو مسول په ګډون ۲۱ تنه طالبان وژل شوي چې درې نور قوماندانان هم په کې شامل دي.

د ننګرهار د ولایت د والي د دفتر ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نعیم خالد د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوځي چارو مسول وو.

عطاالله خوګیاڼي وویل، په وژل شویو کې د ننګرهار له پاره د وسله والو طالبانو نظامي مسول نعیم خالد، سربیره د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون پخوانی مسول محمد عارف، قوماندان البدر او عبدالرحمان او ګڼ بهرنیان هم شامل دي.

د ننګرهار ولایت دغه چارواکي وویل، چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۷ نور وسله وال ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي ویاند وایي، په دغو جګړو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دی وايي، له بریدونو وروسته یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو په یو بیان کې د حصارک په ولسوالۍ کې ننګرهار ولایت لپاره د دغې ډلې د پوځي مشر او نورو طالب وسله والو د مرګ ژوبلې په باب د ننګرهار د ولایتي چارواکو ادعا رد کړې ده.

طالبانو ویلي" نه دا ادعا غلطه ده، د حصارک ولسوالۍ مرکز له موږ سره دی، هلته په جګړه چې تر ۳۲ پورې د کابل ادارې عسکر وژل شوي، او زموږ ۴ تنه مجاهدین شهیدان دی، په هغو کې هیڅ قومندان او د نعیم خالد په نامه کوم کس نشته".

خو طالبانو په یو بیان کې د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې تیره شپه اوه سیمه ایزو پولیسو د وژلو او د هغوی د یوې پوستې د نیولو ادعا کړې ده.

د حصارک پر ولسوالۍ د تېرو دریو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې چارواکي وایي حکومتي ځواکونو طالبان شاه تګ ته اړ کړي دي.

د حصارک ولسوالۍ کې یو شمېر سیمه ییزو اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي چې د جمعې په ورځ په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لاسه وتلې پوستې لاهم د طالبانو وسله والو په لاس کې دي.

طالبانو د جمعې په ورځ د حصارک د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه ‎.

افغان امنیتي چارواکو امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبان د جمعې د ورځې په جګړه کې د حصارک د ولسوالۍ دیوالونو ته رسیدلي وو، چې بیا بیرته په شا ووهل شول.