BBC
 شاته

پاکستان کې ښځينه قاضيانې

په پاکستان کې اوس شپږ ځايي قاضیانې یا "ججانې" شته خو یوه یې هم په ستره محکمه یا سوپریم کورټ کې قاضۍ نه ده.

د پاکستان له پوهنتونونو هر کال ډېرې نجونې د حقوقو له پوهنځي فارغېږي خو ډېرې لږې یې په عدالتونو یا قانوني شرکتونو کې کار کوي.

دا کار هغو ښځو ته لوی سرخوږی جوړوي چې قضیې یې په محکمو یا عدالتونو کې بندې وي. دغه ښځې وايي ډېر کله سړي د دوی ښه نمایندګي نه شي کولی.