BBC
 شاته

لوبې

د لېورپول او مصر بریدګر محمد صلاح د ۲۰۱۷ کال غوره فوټبالروبلل شو. هر کال د افریقا د غوره لوبغاړي جایزه د بي بي سي د افریقايي څانګې لیدونکي په خپلو رایو ټاکي.

د تېرو کلونو پرتله سږ کال ګڼ شمېر مینه والو رایې ورکړې وې. د دې لړۍ نور کاندیدان نامتو فوټبالران لکه د ګابون پېیرې اېمېرېک اوبمیانګ، د ګوینیا نبي کېیته، د سنیګال سدیو مېان او د نایجیریا ویکتور موزېس هم وو. بي بي سي له محمد صلاح او د ده د کلب له روزونکي یورګېن کلاپ سره خبرې کړي.