BBC
 شاته

جمعیت ګوند: ارګ پر نور فشار اچوي چې استعفا وکړي

ولسمشر غني تېر کال ژمي کې له عطامحمد نور سره ولیدل د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني تېر کال ژمي کې له عطامحمد نور سره ولیدل

د اسلامي جمعیت ګوند ویاند ویلي د ولسمشرۍ ماڼۍ په عطا محمد نور د بلخ له ولایته د استعفا کولو فشارونه زیات کړي.

د جمعیت ګوند ویاند واقف حکیمي د جمعې پر ورځ 'د لیندۍ ۲۴مه ' بي بي سي ته وویل دا فشارونه د 'غوښتنو ' په څېر مطرح شوي، خو ښاغلی نور لا له خپلې دندې لاس په سر شوی نه دی.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه چې اوسمهال د جمعیت اسلامي په استازیتوب یو پلاوی چې ښاغلی نور یې اجرایي ريیس دی، د صلاح الدین رباني چې د جمعیت ګوند مشري پر غاړه لري او د بهرنیو چارو وزیر دی بلخ ته تللی چې د بلخ له والي سره خبرې وکړي.

له ویاند څخه وپوښتل شول چې آیا دا پلاوی به له ښاغلي نور څخه وغواړي چې استعفا وکړي او که به د دغو 'فشارونو ' پر وړاندې ځواب ووایي. د ښاغلي حکیمي ځواب دا و چې دوی به 'خبرې وکړي '.

مخکې داسې رپوټونه وو، چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني ښاغلی نور له دندې ګوښه کړی، په داسې حال کې چې ځینې نورو خبرونو بیا ویل چې ده پخپله استعفا کړې، خو ښاغلي حکیمي وویل په دې هکله تر اوسه څه نه شي ویلی.

ده زیاته کړه چې جمعیت اسلامي به په دې هکله خپل دریځ ډېر ژر اعلان کړي.

بي بي سي په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم وپوښت. د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وویل 'په حکومت کې په دې هکله هېڅ خبره نه یاده شوې.

ښاغلي نور د سږ کال د نوروز په جشن کې وویل چې ډېر (ژر) به د بلخ له ولایته د خپلې استعفا په هکله فکر وکړي، خو ده تر اوسه په دې هکله پرېکړه نه ده کړې.

د بلخ والي دغه موضوع له ولسمشر اشرف غني سره د څو میاشتو په اوږدو کې د خپلو اړیکو په لوړ او ځوړ کې اعلان کړه.

تېر کال ښاغلي نور څو ځله له ولسمشر غني سره خبرې وکړې چې په واک کې ورسره شریک شي.

په دې ترڅ کې ولسمشر غني بلخ ته لاړ، د ښاغلي نور د والي کېدو فرمان یې ورکړ خو د دوی خبرې بې پایلې وې.

خو د دولت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې له تړون وروسته د جمعیت او حزب د رهبرانو تر منځ له لفظي شخړو وروسته د ښاغلي نور او د ولسمشرۍ ماڼۍ اړیکې نور هم خړې پړې شوې.

په پای کې ښاغلي نور د ولسمشر غني له دوو ناخوښو او ده ته ګوته نیوونکو سیاسیونو عبدالرشید دوستم چې میاشتې مخکې ترکیې ته تللی و او محمد محقق سره ایتلاف وکړ.

د انځور حقوق FB/GENERAL ATA MOHAMMAD NOOR

دوی د سرطان په ۹مه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د (افغانستان د ژغورنې ملي ايتلاف) جوړ کړ. دوی د یوې اعلامیې په ترڅ کې ايتلاف اعلان کړ او په ولسمشر غني یې د (قانون ماتونې، له قانون سرغړونې او شخصي کړنو) تور پورې کړ.

تر اوسه د درېیو ګوندونو جمعیت اسلامي، وحدت اسلام او ملي جنبش ګوند غړو او پلویانو په کابل او د هېواد په شمال کې د خپلو مشرانو د ملاتړ په موخه غوندې جوړې کړې.