هایک: واینسټین د مرګ ګواښ راته کړی و
د هالیووډ برلاسې هنرمندې، سلما هایک، هاروي واینسټین له غوسې ډک یاد کړ او وایي چې د فلم دغه جوړوونکي هغه جنسي ځورولې ده.
مېرمن هایک نیویارک ټایمز ته په یوې مقاله کې لیکلي چې ښاغلي واینسټین یو وار هغه ته وویل: " مړه کوم دې، فکر مه کوه چې نه یې شم کولی".
رزمک، ګاون، انجلینا جولي، ګینیت پالتر او د هالیووډ لسګونه نورې هنرمندانې دغه مشهور فلم جوړوونکی واینسټین په جنسي ځورونو تورنوي.
هغه د دواړو خواوو له توافقه پرته د جنسي اړیکې ادعا دروغ وبلله. بي بي سي د ښاغلي واینسټین له استازو نه غوښتي چې د مېرمن هایک د مقالې په وړاندې غبرګون وښيي.
۵۱ کلنې مکسیکویۍ مېرمن هایک په دې مقاله کې وضاحت ورکوي چې هڅه یې کوله د واينسټین په همکارۍ خپلې لویې هیلې ته چې د مشهور مکسیکویي هنرمند فریډا کالو د ژوند په اړه د فلم جوړول وو، ورسېږي.
هغه وایي له واینسټین سره له توافق وروسته او د "فریډا" فلم د حقوقو په اړه چې په ۲۰۰۲ کال کې خپور شو "زما وار و چې نه ووایم".
"نه د دې لپاره چې هغه سره ولامبم".
"نه د دې لپاره چې د لامبو په وخت کې ما وګوري".
"نه د دې لپاره چې ما لمس کړي".
"نه د دې لپاره چې د هغه ملګري ما لوڅه لمس کړي".
"نه د دې لپاره چې د خولې له لارې سره ګډ شو" .
"نه د دې لپاره چې د بلې ښځې مخ کې لوڅه شم".
هغه ښاغلی واینسټین تورنوي چې نوموړې يې ګواښلې، ورته ویلي یې دي هغه وخت به اجازه ورکړي چې د فلم حقونه ورسره ووېشي چې هغه حاضره وي په یوې بله صحنه کې له یوې بلې ښځې سره حاضره شي.
افغان فلم امریکا ته ورسېد، خو جوړونکي ته یې ویزه نه ده ورکړل شوې
انجلینا جولې پر فلم جوړونکي هاروي د جنسي ځورونې تور پورې کړ
هند سترې محکمې پر 'پدماوتې' فلم د بندیز غوښتنه رد کړه
هغې د خپل روحي نا ارامتیا سره سره د هغې صحنې په اړه چې لازمه یې نه لیدله، ولیکل: "دومره یې په ما بد اغېز کړی و چې ما اراموونکي درمل خوړل، درملو مرسته کوله چې ژړا مې ودروي، خو زما زړه بدوالی یې لا ډېر کړ".
"انګیرلی شئ یوازینۍ لار همدا وه چې ما وکولی شوه په هغې صحنه کې ولویېږم".
او په پایله کې فریډا په شپږو برخو کې د اوسکار جایزې ته نوماند شو چې له ډلې یې هایک ته د غورې هنرمندې ښځې جایزه ورکړل شوه.
ښاغلی واینسټین په تېري، جنسي ځورونې او ځور تورن شو، خو هغه په کلکه دغه تورونه ردوي.