BBC
 شاته

ولې د هندي او پاکستاني جاسوسانو پر مینه جوړ فلم بندیز لګېدلی؟

. د انځور حقوق YASHRAJ FILMS

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په دغه هېواد کې د سینماګانو پر پرده د "ټایګر زنده هی"، فلم ښودو ته اجازه نه ده ور کړې.

په دغه فلم کې سلمان خان د هندي څارګرې ادارې (را) او کترینه کیف د پاکستان د څارګرې ادارې (ای، ایس، ای) د جاسوسانو رولونه لوبولي او دواړه له یو بل سره مینه لري.

د پاکستان د فلم ارزونې (سانسور) بورډ مشر مبشر حسن له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دا کار د فلم ارزونې د مرکزي بورډ په سپارښتنه شوی دی.

* په سعودي عربستان کې پر سینما بندیز لېرې کېږي

* انوشکا شرما او ویرات کوهلي سره واده شول

* سینماګانو ته د هندي سختدریځو ګواښ

* ویدیا بالن: خلک مې چاغه بولې، بده یې نه ګڼم

نوموړي زیاتې کړې، د فلم له ټرېلره او همدارنګه په خواله رسنیو کې له خپرو شویو موادو څرګندېږي چې په فلم کې د پاکستان د امنیتي ادارو او نورو سپکاوی شوی دی.

د هغه په ټکیو، په دې برخه کې د فلم ارزونې د مرکزي بورډ دریځ روښانه دی او هغه دا چې پر ملي ارزښتونو هیڅ جوړجاړی نه کوي.

خو د دغه فلم اجرایوي لارښود سلیمان لالا بي بي سي ته ویلي، دوی ته ویل شوي چې په پاکستان کې د یاد فلم خپرېدو ته اجازه نه شته، خو کوم لامل یې نه دی په ګوته کړی.

نوموړي زیاته کړې، غوره به داوه چې د فلم ارزونې بورډ لومړی فلم لیدلی وای او بیا یې د خپرېدو او نه خپرېدو اجازه ور کړې وای:

"که په فلم کې د پاکستان او اسلام خلاف خبره وای، موږ به خپله د فلم د خپرېدو خبره نه وای کړې."

ټول بهرني فلمونه چې په پاکستان کې نندارې ته وړاندې کېږي، باید د دغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو له وزارته اجازه واخلي.

د انځور حقوق Getty Images

د فلم له ټرېلره معلومېږي، چې سلمان خان د هندوستان او کترینه د پاکستان د څارګرو ادارو د پخوانیو کارکوونکو رول لوبولی دی.

په فلم کې دواړه سره یو ځای کېږي او په عراق کې پر یوه ماموریت کار کوي.

پاکستان په ۲۰۱۲ کال کې هم د سلمان خان او کترینه کیف "ایک تا ټایګر" فلم ته د سینما پر پردو د نندارې اجازه ور نه کړه.

اصلا "ټایګر زنده هی"، فلم د "ایک تا ټایګر" فلم دوام دی.

په دغه فلم کې هم سلمان خان د هندوستان او کترینه کیف د پاکستان د څارګرو ادارو جاسوسان وي، چې له یو بل سره مینه لري او د فلم په پای کې دواړه له خپلو ادارو سره کار پرېږي دي او د تېښتې لار خپلوي.