هغه نایجیریايي کډواله چې له جنسي ځورونو سره مخامخه شوې
شمالي نايجېريا کې د بوکو حرام اورپکې ډلې پر وړاندې جګړې له دوو ميليونو زيات وګړي له خپلو مېنو ايستلو ته اړ کړي دي.
ډېر یې مايډوګوري ته تښتېدلي، چې د نيجېريا پوځ تر ساتنې لاندې ښار دی. خو پر پوځيانو د پراخو جنسي ځورونو او تېريو تورونه لګېدلي دي.
حکومت د دغه ډول پېښو په اړه د پلټنې امر کړی، خو لا بيا هم روانې دي.
دلته د يوې داسې کورنۍ کيسه راخلو، چې ګډوډيو کې سره وېشل شوې، په تېره بيا د هغو سرتېرو بريدونو کې چې د دوی ساتنه یې بايد کولی.