BBC
 شاته

پر موبايلونو د رېکشاوو کرايه کول

انټرنېټ ته پراخ لاسرسي اوس لاهور کې هم د خلکو ژوند اسانه کړی، او په يو موبايل اپ رېکشاوې کرايه کولی شي.

انټرنېټ د نړۍ لروبر د خلکو ژوند او د هوټلونو، کورنو او ټکسيو کرايه کولو په څېر بېلابېلو چارو ته په کم وخت کې لاسرسی اسانه کړی دی.

عوامي سواري هم يو داسې اپ دی، چې د اوبر په څېر لاهور کې د رېکشاوو کرايه کولو لار هواروي. لاهور کې د رېکشاوو يوه ټولنه وايي د سپرلۍ او رېکشا چلوونکو د اړتياوو له مخې او هم نورو هېوادونو کې اسانتياوو ته په کتو يې پر انټرنېت دا اپ جوړ کړی، او دا لومړی ځل دی چې اوس د موبايلونو له لارې پاکستان رېکشاوې کرايه کېدی شي.