پېښور کې د ځوانانو مېله
پېښور کې د 'یوت کارنيوال ' په نامه يوه څلور ورځنۍ مېله جوړه شوې وه چې د خيبر پښتونخوا د ۱۱۰ ښوونځیو،کالجونو او پوهنتونو محصلینو په کې ګډون کړی و. تصویرونه پېښور کې زموږ همکار اظهارالله اخیستي.
په دې مېله کې د هلکانو تر څنګ نجونو هم ګډون کړی و او خپل هنرونه يې نندارې ته وړاندې کړل.
په دې مېله کې موسيقي، خطاطي، نقاشي او نور هنرونه هم نندارې ته وړاندې شول.
په دې ناسته کې کلتوري ځایونه لکه قهوه خانه، دېره او ګودر هم جوړ شوي وو چې ګن شمېر خلک یې لیدو ته ورتلل.
ګډونوال وايي دا ډول ناستې به ځوانانو ته مثبت فکر ورکړي او دوی به وکولی شي خپل صلاحيتونه په ښه ډول څرګند کړي.
د سياليو ګټونکو ځوانانو او نجونو ته جایزې او انعامونه هم ورکړل شول.
دغه ناسته د خيبر پښتونخوا د ځوانانو پرمختګ وزارت جوړه کړې وه.
په خيبرپښتونخوا کې دا ډول مېلې ډېرې نه کېږي خو داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې ځوانانو کلتوري پروګرامونو جوړولو ته مخه کړې ده.
.