افغان ولسمشر ترکیې ته لاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی. د ولسمشرۍ دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، ولسمشر غني به د چهارشنبې پر ورځ دغې غونډې ته وینا وکړي.
دغه سازمان له ۳۰ ډېر غړي لري او د اسلامي هېوادونو یو مهم سیاسي تشکیل دی، چې د استانبول غونډه کې به یې د اسلامي نړۍ پر مسایلو خبرې وشي.
ویل کېږي دغه غونډه کې به د امریکا له لوري د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پېژندلو موضوع له یو شمېر نورو هغو مسایلو سره شامله وي، چې اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده.
د ښاغلي مرتضوي په خبره، ولسمشر غني به غونډې ته د دغې موضوع په اړه د افغانستان د 'اندېښنو ' او لیدلوري په تړاو وغږیږي.
داسې هم ویل کېږي، چې ښاغلی غني به له ترک ولسمشر رجب طیب اردګان سره هم خبرې وکړي.
افغانستان او ترکیه د همکاریو سند لاسلیکوي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ترکیې ته په سفر تللی
اردوغان او احمدزي د اوږدمهالې همکارۍ هوکړه وکړه
یو شمېر شنونکي په دې آند دي، چې دا وروستیو کې د ترکیې او افغانستان تر منځ اړیکې تر یوه حده سړې شوې، چې د دوی په آند یو لامل یې د ترکیې له لوري افغانستان کې د افغان - ترک لیسو تړلو غوښتنې ته د افغانستان له لوري مثبت ځواب نه ورکول دي.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم 'پخپله خوښه ' له هېواده لرې هلته ترکیې کې اوسي او د افغان حکومت مخالف سیاسي اتحاد یې جوړ کړی دی.
د ولسمشرۍ دفتر ویاند په دې اړه څرګند ځواب نه دی ویلی، چې ولسمشر غني به ترکیې کې له خپل لومړي مرستیال سره وویني که نه.