BBC
 شاته

سېدني مارننګ: زده کوونکې دې لنډې جامې او سینګار پرېږدي

سېدني مارننګ هرالډ:

Image copyright AP

د استرالیا چاپ سېدني مارننګ هرالډ ورځپاڼې د دغه هېواد ملبورن ښار کې یوه ښوونځي کې د نجونو اعتراض خپور کړی چې پر لنډې لمنې د بندیز پر وړاندې یې کړی.

څو ورځې وړاندې د ملبورن یوه دولتي ښوونځي کې نجونو ته وویل شول چې لنډې لمنې دې نه اغوندي او سینګار دې هم نه کوي، ځکه چې له دې کار سره یو خو دوی ته احترام او درناوی کمېږي او له بل پلوه د هلکانو پام بلې خوا ته اوړي.

خو د دې پرېکړې پر وړاندې یو شمېر زده کوونکي راپورته شول چې د دوی په وینا پنځوسمې لسیزې کې نه دي او مساوات غواړي او همدارنګه د دوی لنډه لمن د دوی پر شخصیت اغېزه نه لري.

سېډني مارننګ هېرالد په لیکنه دغه ښوونځي کې نجونو پر انټرنټ داسې ویناوې خپرې کړې چې پکې وایي موږ ته یوازې د جنسي متاع په سترګه مه ګورئ.

ګارډین:

Image copyright Getty

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د بورکې پر پاروونکې مسلې یو مطلب لیکلی چې پخوا به د نیس ښار په ګډون د فرانسې سوېل کې پر سمندرغاړو پولیس پر عادي دندې بوخت و، خو اوس چې پر بورکې، یا د لامبو سرترپښو کالیو بندیز لګېدلی، دغو پولیسو ته یوه بله دنده هم پیدا شوې.

دوی باید د بورکې اغوستونکو ته اخطار ورکړي او یا یې هم جریمه کړي.

د فرانسې ځینو چارواکو یا په ښکاره او یا په پټه اندېښنه څرګنده کړې چې د نورو تخلفونو ترڅنګ، مذهبي تخلفونه په اصطلاح یو بل سرخوږی دی.