BBC
 شاته

دوه هندي زده کونکي د 'سیلفي' اخیستو پر مهال سیند کې لاهو شول

Image copyright

د هند اترپردېش ایالت په یوه لرې پرته سیمه کې دوه زده کونکي هغه مهال اوبو کې ډوب شول، چې د یوه ژور سیند منځ کې یې سیلفي تصویرونه اخیستل.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې پېښه د رامپور سیمې کوسې سیند کې پېښه شوه. زده کونکي د سیند غاړې ته د سیل لپاره تللي وو.

د یوه ځايي پولیس په خبره د هلکانو یوه ډله پر سیند ګډ شوه او دوه هلکان د سیند ژورې برخې ته ورسېدل. د تېر کال اوږدو کې دغه هېواد کې یو شمېر کسان د سیلفي تصویرونو اخیستو پر مهال وژل شوي دي.

پولیس افسر کوشالویر سینګ بي بي سي ته وویل، د زده کونکو یوه ډله هلکان په سیند کې لمبېدل چې له دوی نه دوه یې د ' غوره ' سیلفي تصویر اخیستو لپاره د سیند ژورې برخې ته لاړل، خو هلته اوبو لاندې کړل.

Image copyright

مرستندویان له یوه ساعت هڅو وروسته وتوانېدل د ډوب شویو زلمیانو مړي له اوبو راوباسي.

د ۱۲ نورو زده کونکو په اړه ویل کېږي، چې خوندي دي. عیني شاهدان وايي، ډوب شوي هلکان د اوبو له هغې څپې بې خبره وو، چې له نژدې بنده پرې راورسېده.

له دې مخکې د هند ممبۍ ښار کې پولیسو داسې ۱۵ ځایونه په نښه کړي، چې وايي د سیلفي اخیستو لپاره ' خطرناک کېدای شي ' دغه ګام په سمندر کې د سیلفي اخیستو پر مهال د یوې ۱۸ کلنې پېغلې له ډوبېدو وروسته پورته شو.

له دې مخکې چارواکو د هندوانو په یوه مېله کې پر سیلفي اخیستو بندیز ولګاوه، چې وايي کېدای شي د ټېل ماټېل لامل شي.