BBC
 شاته

"امریکا افغانستان کې د نشه يي توکو ضد د عملیاتو بڼه بدله کړه"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا دې عملیاتو کې بي ۲۵ الوتکې کاروي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نوې بڼې د عملیاتو په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی.

د هوايي عملیاتو یوه متخصص افسر رایان پریټي په قطر کې د امریکا له لویې پوځې اډې عدید څخه په افغانستان کې دا هوايي عملیات تنظیموي.

نوموړي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د سلګونو ساعتونو په تېرولو سره یې د طالبانو د نشه یي توکو د تولید هغه کارځي په نښه کړي چې د دغې ډلې لپاره پیسې برابروي.

دغه افسر ویلي د دقیقې څېړنې په پایله کې استخباراتي معلومات او له هوا تر لاسه شوي معلومات ارزوي.

دغه افسر ویلي د نشه یي توکو د تولید پر کارځيو چې طالبان ترې ګټه اخلي د شپې پرمهال بریدونه کیږي، ځکه په دغه وخت کې د کسانو ګڼه ګوڼه کمه وي.

دی وايي دا عملیات ډیر دقیق دي.

ر د انځور حقوق Getty Images

په رپوټ کې د چاراکو هغې خبرې ته هم اشاره شوې چې وايي طالبان په کال کې شاواخوا دوه سوه ملیونه امریکايي ډالر د نشه يي توکو د کاروبار له لارې تر لاسه کوي دوی بیا له همدې لارې د خپلې جګړې د لګښتونو یوه برخه پوره کوي.

دغو چارواکو ویلي په ټول افغانستان کې د نشه يي توکو دا ډول د څلورو سوو او پنځو سوو ترمنځ مرکزونه شته دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي لویې بم غورځوونکې الوتکې بې ۵۲ له ځمکې شل زره فوټه لوړې الوتنې کوي چې د وسله والو او د نشه یې توکو د کاروبار لارې وڅاري.

ورځپاڼې د نشه یې توکو د کاروبار د ځایونو او کاروبار کاروانونو په نښه کول په عراق او سوریه کې د هغو تیل وړونکو ټانکرونو په نښه کولو سره ورته بللې چې د داعش ډلې تیل به یې له یوې بلې سیمې ته لیږدول او د دغې ډلې د مالي عاید مهمه سرچینه بلل کېدله.

ګلف ټایمز:

د انځور حقوق Arg
Image caption د کاسا زر پروژې تړون تېره ورځ له دوو هندي کمپینو سره لاسلیک شو.

ګلف ټایمز ورځپاڼه لیکي چین، روسیې او هند د افغانستان د ټیکاو غوښتنه وکړه.

د رپوټ له مخې ددغو درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا پنځلسم غونډه ده چې په دې تړاو یې کوي.

درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې او روغې جوړې د ملاتړ هوډ څرګند کړی او یو ځل بیا یې د خپلواک ، باثباته او دیموکراتیک افغانستانه پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

ډپلومات خپرونې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په وړاندې پرتو خنډونو ته اشاره کړې او زیاتوي چې امنیتي ننګونو ترڅنګ یو لړ سیاسي ننګونې هم ددغې پروژې په وړاندې پرتې دي.

خپرونه زیاتوي داسې ښکاري چې پاکستان غوښتل افغانستان د نړیوال بانک له دغې پرژې ګوښی کړي.

خپرونه زیاتوي پرسږ کال د پاکستان د اوبو د وزیر له قوله په رسنیو کې اوازه خپره شوه چې ګواکې افغانستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له خپلې ونډې پوره کولو په شا کیږي.