BBC
 شاته

انوشکا شرما او ویرات کوهلي سره واده شول

د انځور حقوق @AnushkaSharma/Twitter
Image caption ویرات کوهلي او انوشکا شرما

د هند د بالیووډ هنرمنې انوشکا شرما او د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې کېپتان ویرات کوهلي واده سره وکړ.

مخکې اوازې او ګنګوسې وې چې دوی سره ودېږي، خو اوس دوی پخپله په یوه بیان کې ویلي چې واده یې کړی دی.

* 'له انوشکا شرما سره کوژده نه کوم'

* مشهوره برتانوۍ هنرمنده: هو واده مې کړی

د کرېکټ او سینما نړۍ دې وتلو ستورو د دوشنبې په ورځ د خپل واده انځورونه په ټوېټر کې شریک کړل.

دا جوړه وايي، چې غواړي واده یې خورا شخصي چارې پاتې شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فېلمي نړۍ او کرېکټ دا ستوري له څو کلونو راهیسې ډېر سره نږدې دي.

انوشکا شرما او ویرات کوهلي په جلا جلا ټوېټونو کې دا لیکلي دي: نن موږ د تل لپاره له یو بل سره په مینه کې د پاتېدلو تړون وکړ.

دوی زیاتوي، موږ ډېر خوشال یو چې دا خبر له خلکو سره شریکوو.

* وراټ کوهلي د خورا چټکو منډو ریکارډ جوړ کړ

* محمد شهزاد د وېراټ کولي ريکارډ مات کړ

په ټوېټ کې زیاته شوې: چې دا ښکلې ورځ به د هنري کورنۍ او مینوالو په ملاتړ او مینه نوره هم ځانګړې شوې وي.

د بالیووډ وتلو ستورو او د ویرات کوهلي او انوشکا شرما مینوالو د دوی د واده یا پخوانیو انځورونو په خپرولو سره دواړه ته مبارکي ویلې ده.

مبارکۍ

د هندي سېنما وتلي ستوري امیرخان په ټوېټ کې لیکلي:

"ډېر ډېر دې درته مبارک وي ویرات کوهلي وروره. ویرات او انوشکا تل خوشال اوسئ".

بلې هنرمنې عالیه بټ هم په ټوېټ لیکي: "ویرات او انوشکا تل خوشال اوسئ".

د ویرات او انوشکا منیوالو هم په دې واده خوښي ښودلې ده.

د هما قریشي په نوم یوې مینوالې یې په ټوېټ کې لیکلي: دواړه ته ډېره خوشاله یم، له خوښۍ او مینې ډک ژوند درته غواړم.

د واده نور مراسم

د انځور حقوق AFP

د انوشکا شرما او ویرات کوهلي د واړه مراسمو کې د دوی نږدې کورنیو او څو ملګرو ګډون درلود.

دوی وايي خپلوانو ته به د ډیسمبر پر ۲۱ په نوي ډېلي کې د واده مېلمستا برابروي.

بیا به د همدې میاشتې پر ۲۶ د بالیووډ او کرېکټ ستورو ته هم ممبيي کې مېلمستیا ور کوي.

په هند کې له مراسمو وروسته به دا جوړه سوېلي افریقا ته لاړه شيهلته به ویرات کوهلي د ټول هند لوبو لپاره تیاری نیسي چې راتلونکی کال کېږي.

په نوي کال کې به شرما ممبيي ته ستنه شي او دواړه به دلته اوسېږي.

د انځور حقوق virat kohli

په تېرو ورځو کې د ویرات کوهلي او انوشکا شرما د واده ګنګوسې او اوازې په زور کې روانې وي.

دا ګنګوسې هغه وخت زیاتې شوې چې په تېرو ورځو کې انوشکا له خپل مور پلار او خپلوانو سره ایټالیا ته روانه شوه او ویرات هم له خپلې کورنۍ سره دغه هېواد ته وخوځېد.

ویل کېږي انوشکا شرما او ویرات کوهلي په تېرو څو کلونو کې له یو بل سره ډېر نږدې دي او په ډېری مراسمو کې یو ځای لیدل کېږي.