BBC
 شاته

له سوریې د روسیې ځینې ځواکونه وځي

ر د انځور حقوق Getty Images

د روسیې دفاع وزیر وايي، دغه هېواد له سوریې د خپلو ځینې ځواکونو وتل پیل کړل.

سرګي شویګو وايي، دا په وضعیت پورې تړلې چې په څومره وخت کې به د دغه هېواد سرتېري له سوریې ووځي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ ناڅاپه سوریه ښکاره کېدلو سره له دغه هېواد د خپلو ځینې سرتېرو د اېستلو خبره وکړه.

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* "داعش په عراق او سوریه کې ۹۵ سلنه خاوره بایللې ده"

د سوریې په جګړه کې د روسیې ملاتړ د حکومتي ځواکونو په ګټه د جګړې لوری بدل کړ.

ښاغلي پوتین تېر کال هم له سوریې د خپلو ځینې سرتېرو د اېستلو خبره کړې وه، خو بیا یې هم په دغه هېواد کې پوځي عملیات کارند روان و.

د روسیې ولسمشر د سوریې لاذقیه بندر ته نږدې په حمیمیم هوايي اډه کې د دغه هېواد له ولسمشر بشار اسد سره هم مخ شو.

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې او روسیې ولسمشران په لاذقیه کې له پوځیانو سره جرګه دي.

د روسیې ریانوویستي خبري اژانس وايي، ښاغلي پوتین وویل: "زه دفاع وزیر او لوی درستیز ته امر کوم، چې خپلو تلپاتې اډو ته د ځینې روسي ځواکونو ستنول پیل کړي ".

نوموړی وايي، پرېکړه یې کړې چې په سوریه کې پاموړ سرتېري خپل هېواد روسیې ته ستانه شي.

هغه زیاته کړه، چې "ترهګر بیا سر پورته کړي" روسیه به یې پرضد د پخوا په څېر بیا عملیات وکړي.

"موږ به هغه قربانانیان او تاوان هېر نه کړو چې له ترهګرۍ سره د جګړې له امله په سوریه یا روسیه کې وشو ".

* سوریه کې له ایراني قومندان سره د یوه افغان جنګیالي وژل کېدل

* "ځینې افغانان د بې وزلۍ له کبله سوریه کې د ایران په پلوۍ جنګېږي"

نوموړي بشار اسد ته وویل، روسیه غواړي چې له ایران او ترکیې سره په ګډه په سوریه کې د سولې راوستلو لپاره همکاري وکړي.

ښاغلي پوتین اونۍ وړاندې د سوریې ختیځ ته د فرات سیند په اوږدو کې د داعش اړوند وسلوالو "د یومخ له منځه وړلو" خبره کړې وه.

روسیې د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې په سوریه کې د بشار اسد د حکومت تر لړزېدلو وروسته د "ټیکاو راوستلو "په پلمه هوايي عملیاتو ته ودانګل.

د روسیې نفوذ زیاتېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حلب ښار چې د روسیې او سوریې بمبار کې یې ډېره برخه ورانه شوه.

سټیو رزنبرګ په مسکو کې د بي بي سي خبریال

سوریې ته د ولسمشر پوتین دا سفر په داسې مهال دی چې له یوې اونۍ لږ وخت کېږي په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماندېدلو خبره یې کړې ده.

نوموړي په دغه سفر کې په سوریه کې خپل بری اعلان کړ، ایا دا دوه پېښې په ورته وخت څه پلاني که تصادفي دي؟

دا خبره چې روسیه په سوریه کې عملیات پای ته رسوي په دغه هېواد کې د رایه ور کوونکو له هرکلي سره مخ کېږي.

خو له ټاکنیزو مسایلو په ډډې کېدلو سره مسکو په سوریه کې دوه کاله عملیات بریالیتوب بولي او دا نه یواځې له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزه کې بری.

روسان بریالي شول چې خپل مهم ملاتړی بشار اساد په واک کې پاتې کړي.

په دې بهیر کې په سوریه کې د روسیې اوږدمهالی شتون په حمیمیم او طرطوس اډو کې تضمین شوی.

مسکو د سوريې عملیاتو سره په ټول منځني ختیځ کې خپل شتون پیاوړی کړ.

پر دې سربېره په سوریه کې د روسیې عملیاتو په نړیواله کچه د مسکو د ګوښه کېدو مخنیوی هم وکړ.

پر ۲۰۱۴ کال له روسیې سره د کریمیا په یوځای کېدلو سره لوېدیځ پر مسکو بندیزونه پیل کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پوتین وايي، له ایران او ترکیې سره په ګډه په سوریه کې د سولې هڅې کوي.

خو د سوریې عملیاتو سره لوېدیځ هېوادونه اړ شول چې د روسیې له مشرتابه سره د خبرو مېز ته جرګه شي.

په مسکو کې چارواکي ټینګار کوي چې یواځې ترهګر په نښه کوي، خو فعالان وايي، چې د روسیې عملیات کې تر ډېره د بشار اسد اصلي مخالفان او ولسي وګړي په نښه شوي دي.

د روسیې ملاتړ د بشار اسد ځواکونو او د هغه ملاتړو ملېشو ته دا چانس ور کړ چې د حلب په ګډون په څو جبهو کې بندون یا په ټپه ولاړ حالت مات کړي.

د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې د مخالفانو له ماتې مخکې په حلب ښار د روسیې او سوریې الوتکو سخت او پرلپسې بمبار وکړ.

د ملګرو ملتونو د پلټونکو رپوټ وايي، په هغو بریدونو کې د دې ښار په سلګونو کسان ووژل شول او ان روغتونونه، ښوونځي او بازارونه وران شول.

مسکو د ولسي وګړو وژل په ځلونو رد کړي دي.

خو بیا هم برتانیا کې د سوریې اړوند د انساني حقونو څارډلې د یکشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې دا عملیات د ۱۵۳۷ ماشومانو په ګډون د ۶۳۲۸ ولسي وګړو د مرګ سبب شوي دي.