BBC
 شاته

چين د نړۍ د کامرو څار تر ټولو لویه شبکه جوړوي

چين د يو داسې څه پر جوړولو بوخت دی، چې نړۍ کې يې د کامرو د څار تر ټولو لويه شبکه بولي.

دې شبکه کې له وړاندې د څار ۱۷۰ ميليونه کامرې لګېدلې، او ډېرې نورې يې هم په کې لګېدو ته پر لار دي. ډېرې کامرې یې د مصنعوي ځيرکتيا وړتياوې لري، چې يوه يې په کې د څېرې پېژندلو ټکنولوژي ده.

بي بي سي ته په لوړې ټکنولوژۍ سمبال د پوليسو کنټرول خونو ته د ورتلو ځانګړې اجازه ورکړل شوې، چې دې راپور کې یې کيسه ګورو.