افغان چارواکي: د احتمالي طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره مرستې چمتو شوي
افغان حکومت وايي د نژدې ۱۸۹ میلیون افغانیو په ارزښت یې سلګونه ټنه خوراکي توکي، په ځانګړي ډول غنم رانیولي دي، چې په روان ژمې کې یې د احتمالي طبیعي پېښو رامنځته کېدو پر مهال پر ځپل شویو خلکو وویشي.
په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې وړاندوینه کړې چې سږ کال به په افغانستان کې ژمی د نورو کلونو پرتله ډېر سوړ او اورښتونه به هم پکې ډېر وي.
د دغې ادارې چارواکي وايي د پېښېدونکو طبیعي پېښو لپاره پوره تیاری لري او په همدې موخه یې د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ سلګونه ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکې په هغو ولایتونو کې ځای پر ځای کړي چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو ډېر امکان پکې شته.
د دغې ادارې چارسمبالی محمد اسلم سیاس وايي، سږکال یې پوره تیاری کړی دی او پر ۳۴ ولایتونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي د مرستې په موخه ځای پر ځای کړي دي.
د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ژمی ډېر سوړ وي او د ورښتونو له امله د سیلابونو او توپانونو او ځمکښوېدنې احتمال پکې ډېر وي.
د دې تر څنګ د ورښتونو له امله د یو شمېر ولسوالیو لارې له مرکز سره بندېږي چې له دې سره د خوراکي توکو بیې هم له اندازې ډېري لوړېږي.
- د عکسونو البوم بدخشان کې ځمکښویېدنه
- له قربانيانو سره د حکومت ترڅنګ خلک کومې مرستې کولای شي؟
- شمالي ولایتونو کې سړي هوا د میوو ونې زیانمنې کړي
بېوزلي، د طبیعي پېښو په برخه کې لږ پوهاوی، د سیلابونو راوتللو په مخه کې د کورونو جوړول او واوره ښوېدنه هر کال په افغانستان کې لسګونو ته مرګ ژوبله ور اوړوي.
خو اوس افغان چارواکي وايي د تېرو کلونو تجربو ته په کتلو سره سږ کال به د طبیعې پېښو رامنځته کېدو پر مهال د ځپل شویو سره مرستې پر وخت وشي او ډاډ څرګندوي چې د دوی له خوا نیول شوی تیاری به د طبیعي پېښو له امله رامنځته کېدو مرګ ژوبلې په اندازې کې هم پام وړ کموالي رامنځته کړي.