BBC
 شاته

کولبه او کرنه څنګه د عصري اقتصاد سبب شوه

. د انځور حقوق Getty Images

تصور وکړئ چې تمدن له منځه تللی او زموږ دا پېچلې عصري نړۍ پای ته رسېدلې، پدې پسې مه ګرځئ چې ولې داسې شوي ښايي یوه ساري ناروغي، خورا خطرناکه ویروسونه،اټومي جګړه یا وژونکي ماشینونه او روباټونه یې سبب شوي وي.

اوس تصور وکړئ چې تاسو له یو څو محدودو ژوندي پاتې شویو کسانو څخه یاست. ټیلیفون نه لرئ او څوک هم نه شته چې زنګ ورته ووهئ او انټرنټ، برېښنا او د سون توکي هم نه شته.

څلور لسيزې پخوا، د ساینس تاریخپوه جېمز بورک د خپلو تلوېزیوني خپرونو په یوې لړۍ کې دغسې یو حالت انځورکړ او یوه ساده پوښتنه یې وکړه

د انځور حقوق Getty Images

جېمز بورک پوښتنه وکړه چې که نړۍ ناڅاپه ورانه شوي وي کومه ټکنالوجي به تر ټولو ګټوره وي.

د عصري ژوند ځینې پاتې شونې به وي، خو عصري ټکنالوجي به نه وي.

له کومه ځایه به پېل کوئ؟ او د ژوند لپاره به څه ته اړتیا لرئ؟

د دې پوښتنې لپاره د هغه ځواب یوه ساده خو ژوند بدلوونکې ټکنالوجي، کولبه یعنې د کرنې لپاره د ځمکې د چمتو کولو، اړولو یا یوې کولو وسیله وه.

دا ځواب سم و، ځکه چې همدا کولبه وه چې په لومړي سر کې یې تمدن پېل کړ او بالاخره اوسنی عصري اقتصاد یې شونی کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تقریبا ۱۲،۰۰۰ کاله پخوا، انسانان تقریبا ټول کوچیان وو، ښکار یې کاوه او په ټوله نړۍ کې د ژوند لپاره د مناسبو ځایونو پسې ګرځېدل

شاوخوا ۱۲،۰۰۰ کاله پخوا، انسانان ټول کوچیان وو ، ښکار یې کاوه او په ټوله نړۍ کې د ژوند لپاره په وړ ځایونو پسې ګرځېدل.

خو نړۍ له یوې سختې یخنۍ څخه راوتلې وه او په تودېدو او وچېدو یې پېل کړی و.

هغو خلکو چې پخوا یې ښکار کاوه او خوځنده وو، ویې لیدل چې د دوی پرشاوخوا بوټي او ژوي مړه کېږي.

ژوي د اوبو په لټه درو او د سیندونو غاړو ته لاړل او خلکو هم دغو سیمو ته مخه کړه.

* افغانستان کې کرنه څنګه پرمختګ کولای شي؟

* شنې خونې خوست د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

* اصلي زعفران څنګه پېژندلی شئ؟

د کرنې جرړې

دغه بدلون په ډېرو سیمو کې رامنځته شو:

څه د پاسه ۱۱،۰۰۰ کاله پخوا په لوېدیځې یورو ـ اسیا، نژدې ۱۰،۰۰۰ کاله پخوا په هندوستان او چین او څه باندې ۸،۰۰۰ کاله پخوا د امریکا او اندس په وچو او په پاې کې تقریبا په ټوله نړۍ کې دغه بدلون رامنځته شو.

خلک چې د سیندونو غاړو او درو کې، چې له جغرافیايي پلوه محدودې خو حاصل خېزه سیمې وې، مېشت شوي وو.

د ژوند لپاره اړ وو چې کرکيله وکړي دا په دې مانا وه چې باید د ځمکې د مخ خاوره پربل مخ واړوي، ګټور توکي یې رابرسېره او خړوبه یې کړي او د سره لمر له سوځېدو یې وساتي.

د انځور حقوق Getty Images

له میلاده شاوخوا ۴۰۰ کاله پخوا لرغونو یوناني کروندګرو د کرنې لپاره د ځمکې چمتو کولو په خاطر د لرګینې کولبې یا یوې څخه کار اخیست، چې د یو جوړه غوییو په مرسته یې پر وړاندې بېوله.

په لومړي سر کې یې له نوک تېزو لرګیو څخه کار اخیسته، چې په لاس کې به یې نیول، خو ژریې بله طریقه زده کړه او لرګینه کولبه یې جوړه کړه چې د غویو په مرسته به یې کشوله چې ښه پایله یې هم لرله او همدا دا د کرهنې پېل و.

نور به خلک په کوچیاني ژوند کې له لوږې نه مړه کېدل ځکه چې د یو بسیا ژوند سرچینه یې موندلې وه. ۲،۰۰۰ کله پخوا د روم په امپراتوري کې، ۹۰۰ کاله پخوا د چین د سانګ پاچاهانو د لړۍ پر مهال کرهنې ښه وده کړې وه.

د کډوالۍ او کوچیاني ژوند په پرتله به دغو کروندګرو ۵-۶ ځله ډېر حاصل ترلاسه کاوه.

دې ته فکر وکړئ: د نړۍ د خلکو پنځمه برخه کولای شي د نړۍ د ټولو خلکو لپاره کافي خواړه تولید کړي.

له پنځمې برخې پاتې څلور برخې خلک به څه کوي؟ هغوی کولای شي د ژوند په نورو برخوکې تخصص او پوهه ترلاسه کړي: د خښتو پخول، د ونو وهل او د کورونو جوړول، د کانونو رااېستل، د فلزاتو ویلې کول، د سړکونو جوړول، د ښارونو او تمدن ودانول.

د انځور حقوق Getty Images

ولې نابرابري؟

خو دلته یو منطقي تضاد شته چې د خوړو د زېرمو ډېرېدل د اضافي تولید د کنټرول پرسر سیالي را منځته کوي.

دغه سیالي حاکمه او محکومه طبقه، بادار او نوکر جوړوي او د شتمني داسې نابرابري رامنځته کوي چې پخوا په ښکاري او کوچیاني ټولنو کې چا نه وه لیدلې.

دا نابرابري د پاچاهانو او عسکرو، بیورو کراټانو او ملایانو د راپېدا کېدو سبب کېږي - ځینې خلک به کار کوي او ځینې نوربه په تدبیرسره د ټولنې چارې اداره کوي یا به وړیا ژوند کوي.

ټولنیز سلسه مراتب رامنځته شول، د لوړې کچې کسانو به د کرهنې د کارګرو څارنه کوله

لومړنۍ کروندګرې ټولنې کیدی شوای په حیرانوونکي توګه نابرابرې وي.

د بېلګې په ډول د روم په امپراتوري کې بیالوجیکي نابرابري خورا ډېره وه. که شتمنو د امپراتورۍ د زېرمو نوره برخه هم ترلاسه کړې وای نو زیاتره عادي خلک به له لوږې مړه شوي وای.

خو کولبه(یوه) او کرنه د تمدن د بنسټ جوړولو ترڅنګ، چې هم ګټې اوهم یې نابرابري درلوده، د نورو شیانو د جوړېدو سبب هم شوه.

د یوې کولو یا کولبې بېلابېلې طریقې د بېلابېلو تمدنونو سبب شوې.

لومړنۍ لرګینه ساده کولبه چې په منځني ختیځ کې دود شوې وه په زرګونو کلونه ښه کار ورکړ او د مدیترانې سیمې ته خپره شوه، چې په وچې او له شګو ډکې خاورې کې یې ښه نتیجه ورکوله.

خو وروسته د یوې کولو یا کولبه کولو لپاره یوه بل ډول وسیله جوړه شوه چې د لرګي ترڅنګ پکې اوسپنه کارول شوې وه چې لومړی په چین کې ۲،۰۰۰ کاله پخوا او وروسته په اروپا کې هم ورڅخه کار اخیستل کېده.

اوسپنیزه کولبه ځمکه ښه پرې کولای شي او خاوره پر بل مخ را اړوي. خو دا په وچه خاوره کې ښه نتیجه نه ورکوي ځکه چې په خاوره کې با ارزښته موجود نم یا رطوبت ضایع کوي

د انځور حقوق Getty Images

خو د شمالي اروپا حاصل خېزه، وچې او بې شګې خاورې لپاره دا وسپنیزه کولبه ډېره ښه وه، خړوبول یې اسانه کول او د ژورو رېښو درلودونکي ناکاره بوټي یې له منځه وړل او په سرې (کوډ) باندې یې بدلول.

د وچې خاورې لرګینې کولبې د کشولو لپاره په هوارې ځمکې کې یوازې دوه غوايي پکار وو. له دې امله د کروندګري کار ساده او انفرادي و، یو بزګر کولای شوای له خپلې کولبې، غوایانو او ځمکې سره یوازې ژوند وکړي.

کرنه د ټولنیزې چارې په توګه

خو د خښتې یا مرطوبې او بې شګو خاورې لپاره اوسپنیزې کولبې اتو غوایانو یا اسونو ته اړتیا درلوده او ډېرو کسانو دغسې شتمنۍ نه درلوده. دا ډول وسیله د ځمکې په نرۍ او اوږدې تراړې کې چې د بل چا له اوږدې تراړې به یو څوګامه لیرې وه، اغېزناکه وه.

له دې کبله، کرنه په یوې ټولنیزې چارې بدله شوه، خلکو به غوایان یا اسونه او کولبه یو له بله سره شریکول او شخړې به یې حلولې

خلک په کلیو کې سره راټولېدل، دغه حالت په شمالي اروپا کې د لویو ځمکو لرونکو نظام په رامنځته کېدوکې ونډه درلوده.

کولبې، کورنی ژوند هم بدل کړ. دا وسیله درنده وه، د نارینه کارپه سترګه ورته کتل کېدل، خو د غوزانو او میوو د راټولولو په پرتله د غنمو او وریجو کار ډېر چمتو والي ته اړتیا درلوده، نو ځکه به ښخو زیاتره په کورونو کې خواړه چمتو کول

د انځور حقوق Getty Images

د کرنې ودې د ښځې او نارینه د ونډې له بدلون سره مرسته وکړه.

یوه څېړنه چې په سوریه کې د یوه ۹،۰۰۰ کلن سکلېټ پر هډوکو باندې شوېده ښيي چې هغه مهال به د ښځو د زنګنو او پښو په بندونو کې التهاب یا پړسوب پېدا کېده ځکه چې د غنمو د مېده کولو په وخت کې به یې د پښو پر بندونو فشار راته او ستومانه کېدلې به.

او کله چې به ښځې د میوو د راټولولو لپاره ګرځېدلې خپل واړه ماشومان به یې له ځانه سره نه وړل، ښځو به ډېر اولادونه زېږول.

کروند ګرو ټولنو ښايي ان جنسي سیاست هم بدل کړی وي.

* جلال اباد کې د خرما ۲۷۰۰ ونې، خو یوازې ۲۰ منه حاصل

* فضا کې لومړی ګل وغوړید

که تاسو ځمکه درلوده، خپلو ماشومانو ته مو پرېښودای شوای. که تاسو یو نارینه وئ، نو اندېښمن به وئ چې ایا ماشوم په ریښتیا ستاسو دی که نه - ایا ښځې ريښتیا ټوله ورځ په کور کې غنم اوړه کوي او بل کوم څه نه کوي؟

یوه جالبه نظریه داده چې ایا همدا کولبه به ددې سبب شوه چې نارینه د ښځو د جنسي فعالیتونو څارنه ډېره کړي که څنګه. دغه کار تراوسه هم له منځه نه دی تللی.

دا ټول دا پوښتنه را ولاړوي چې د کولبې اختراع کول اصلا یوه ښه نظریه وه که نه.

داسې نه ده چې کولبې ښه کار نه دی ورکړی - ډېر ښه کار یې ورکړی - خو د تمدن د رامنځته کولو د ټولو ګټو ترڅنګ، داسې ښکاري چې ښځو سره دښمني او ظلم یې هم رامنځته کړی.

د لرغون پېژندنې شواهد هم ښيي چې د پخوانیو کروندګرو روغتیا د هغوی د ښکاري نیکه ګانو په پرتله چې غوښه یې خوړه او میوې یې راټولولې، ډېره خرابه وه. ورځینی خوراک یې وریجې او غنم و، له ویټامینونو بې برخې و او قد یې نه غټېده

'ترټولو بده تېروتنه'؟

کله چې ټولنو کرنې ته مخه کړه، د نارینه او ښځو دواړو منځنی قد تقریبا ۱۵ سانتي متره راټیټ شو او ډېر شواهد شته چې ښيي پرازیتي او مکروبي ناروغۍ او د ماشومتوب د وخت خوارځواکي پېدا شوه

د انځور حقوق Getty Images

د لرغون پېژندنې شواهد ښيي چې د پخوانيو کروندګرو روغتیا د هغوی د ښکاري او میوه راټولوونکو نیکونو په پرتله خرابه وه

جارډ ډایمونډ، د ټوپکو، جرمنیانو او پولادو تر نامه لاندې د یو کتاب لیکونکی، د کرنې خپلول د بشر په تاریخ کې '' تر ټولو بده تېروتنه'' بولي.

ښايي تعجب وکړئ چې نو ولې کرهنې دومره ژر پراختیا ومونده.

خو ددې پوښتنې ځواب مو مخکې ولیده: د خوړو اضافي تولید سترو ټولنو ته دا ځواک ورکړ چې وکولای شي عسکر ولري او پوځونه جوړ کړي.

ان د ټیټ قدو عسکرو پوځونه به کافي پیاوړي وو چې د پاتې شويو ښکاري او میوه راټولوونکو خلکو قبیلې له ټولو ځمکو وشړي.

هغه یو څو محدود پاتې شوي کوچیاني قبایل تراوسه نسبتا ښه خواړه خوري چې د بدن د روغتیا لپاره ګټور دي لکه غوزان، وحشي میوې او غوښه.

د انځور حقوق Getty Images

د کالاهاري دښتو یوه اوسېدونکي څخه پوښتنه وشوه چې ولې یې د خپلو ګاونډیانو په شان کولبه نده غوره کړې.

هغه په ځواب کې وویل:'' ولې به مو داسې کول، پداسې حال کې چې په نړۍ کې د مونګنګو غوزان خورا ډېر دي؟''

نو دادي، د تمدن د پای یو څو ژوندي پاتې شوي خلک.

نو ایا د ویجاړې شوې نړۍ په پاې کې به بیا کولبه اختراع کړئ او دا ټوله کیسه به له سره پېل کړئ؟ او که د مونګنګو په ځنګلي غوزانو به قناعت وکړئ؟