BBC
 شاته

د ونزویلا ولسمشر مخالفان له ټاکنو منع کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په ونزویلا کې د ښاروالۍ ټاکنې

د ونزويلا ولسمشر نیکولاس مادورو وايي، د دې هېواد مهمو مخالفو ګوندونو ته د راتلونکي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

هغه وويل یوازې هغه ګوندونه چې د یکشنبې په ورځ يې د ښاروالۍ په ټاکنو کې ګډون درلود په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کولی شي.

د "لومړي عدالت"، "د خلکو اراده" او د "دیموکراتیکې هڅې" ګوندونو مشرانو په دغو ټاکنو کې کډون و نه کړ او ویې ویل چې د ټاکنو سیستم بې پرې نه ده، خو ښاغلی مادورو ټینګار کوي چې د ونزویلا ټاکنیز سیستم یو مخ ډاډمن دی.

هغه د یکشنبې په ورځ وویل چې مخالف ګوندونه له سیاسي دایرې وتلي دي.

هغه زیاته کړه هغه ګوندونه چې نن يې په ټاکنو کې ګدون نه درلود او د ټاکنو بایکاټ یې غوښت، نور په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

* ونزویلا کې لاریونیانو د مادورو استعفا وغوښته

* ونزویلا د امریکايي ديپلوماتانو فعالیتونه محدود کړل

* نیکولاس مادورو د ونزویلا ولسمشر شو

دې درې مهمو ګوندونو د اکتوبر په میاشت کې اعلان کړی وو چې، د ښاروالۍ د ټاګنو لپاره د یکشنبې د ورځې رای اچونه کې به له درې زرو ډيرې حوزې بایکاټ کړي.

د هغوی استدلال دا وو چې، دا رایه اچونه د ښاغلي مادورو د استبدادي نظام د پياوړتیا لپاره پلان شوې.

تمه کيږي چې د ښاغلي مادورو سوسیالیست ګوند به د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ډېرو رایو ګټونکی وي.

ښاغلي مادورو وويل هغه د راتلوونکي کال په ټاکنو کې د مخالفو ګوندونو د ګډون منع کېدو لپاره د اساسي قانون شورا ټاکل شوي معیارونه تعقیبوي.

خو دا شورا چې په اګست میاشت کې رامنځته شوې او د اساسي قانون د یبا کتنې واک لري د حکومت پلوو کسانو په واک کې ده. مخالف ګوندونه دا جرګه ګۍ د ولسمشر د واک د دوام وسيله ګني.

د انځور حقوق Getty Images

ونزویلا له ۳۰ میلیون څخه ډېر اوسېدونکي لري، چې د امریکا په شمال کې موقیعت لري دا هېواد د نړۍ ډېرې تيلي زېرمې لري. د سکرو او اوسپنې د ډبرو لوی کانونه هم لري.

د دومره طبیعي زېرمو په درلودو سره بیا هم د دې هېواد ډېر خلک بې وزله دي په دې شرایطو باندې په تکیې سره د ونزویلا پخواني ولسمشر هوګو چاوز ځان د بې وزلو اتل معرفي کړی وو او ۱۴ کاله په واک کې وو تر دې چې د سرطان له امله ومړ.

د هغه له مرګ نه وروسته د ښاغلي مادورو د پلویانو او مخالفانو تر منځ جنجال روان دی چې د سوسیالیست حکومت د ۱۸ کلنې دورې د پرځېدو غوښتونکي دي.

د ښاغلي مادورو پلویان وايي چې د هغه ګوند ډير خلک له بې وزلۍ ژغورلي دي خو مخالفان يې وایي، چې هغه د هېواد دیموکراتیک بنسټونه کمزوري کړي او د هېواد اقتصاد یې له ګواښ سره مخ کړی.