BBC
 شاته

کرېکټ: افغانستان او هندوستان لومړنۍ ټېسټ لوبه کوي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر اوسه پورې د لوبې وخت او ځای نه دی په ډاګه شوی

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، ملي لوبډله به یې په راتلونکي کې د لومړي ځل لپاره د هندوستان د کرېکټ له ملي لوبډلې سره پنځه ورځنۍ یا ټېسټ لوبه وکړي.

د تر سره کېدونکې لوبې ځای او مهال نه دی روښانه شوی، خو د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، ځای او وخت به یې د ګډ کنفرانس له لارې په ډاګه شي.

د ښاغلي مشعل په خبره، د افغانستان کرېکټ بورډ له تېرو شاوخوا دوو میاشتو په دې لټه کې و چې د هندوستان له لوبډلې سره ټېسټ لوبه وکړي.

د نوموړي په ټکیو، له نیکه مرغه د هندوستان د کرېکټ بورډ (BCCI) په کلنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر ټېسټ لوبه هوکړه شوې ده.

د هندوستان د کرېکټ بورډ چارواکی امیتاب چودري د دوشنبې د ډيسمبر ۱۱مه په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، د کرېکټ د نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې له اسټرالیا سره د ټېسټ لوبې سیالي لري، خو د افغانستان او هندوستان تاریخي اړیکو ته په کتو موږ وپتېیله چې د دوی د لومړنۍ ټېسټ لوبې کوربه توب وکړو.

دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د کرېکټ د لومړۍ درجې له هېواد، هندوستان سره پنځه ورځنۍ لوبه کوي.

افغانستان او ایرلینډ د روان زېږديز کال په جون کې د ټېسټ لوبو درجه تر لاسه کړه.

دواړه هېوادونه د کرېکټ د ټېسټ لوبو هېوادونو د ډلې یوولسم او دولسم غړي شول.

د هندوستان کرېکټ بورډ پر پنځه ورځنیو لوبو سربېره په نورو برخو کې هم د افغانستان کرېکټ غوړاوي ته ټټر وهلی دی.

افغانستان چې لا هم په جګړو کې ښکېل دی، د خپلو لوبو لپاره د هندنوستان د کرېکټ له ډګرونو ګټه اخلي چې ښه بېلګه یې د ۵ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ وه چې د روان کال د مارچ له ۸مې تر ۲۴ مې د افغانستان په کوربه توب د هند په نویدا ایالت کې تر سره شوه.

همدارنګه راشد خان او محمد نبي عیسی خېل لومړني افغان لوبغاړي و چې ۲۰۱۷ کال د هند کرېکټ غوره لیګ کې د لوبېدو چانس ور کړل شو.