BBC
 شاته

عبدالله عبدالله: پارونکې څرګندونې د پردیو تبر ته لاستى اچول دي

د انځور حقوق FB
Image caption ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې له سیاستوالو وغوښتل چې مسئولانه خبرې وکړي

د افغانستان اجراییه رییس د هغه څه په اړه چې نفاق اچوونکې څرګندونې بلل شوي، ګواښنه واوروله.

عبدالله عبدالله چې د وزیرانو غونډه کې غږېده، د چا نوم وانخیست، خو په ښکاره یې اشاره د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار پرونیو څرګندونو ته وه چې په واک او امتیازونو کې یې د ځینو سیمو او توکمونو ونډه تر نورو ډېره بللې وه.

ښاغلي عبدالله وويل "دغه ډول څرګندونې زیان اړوي او خطرناکې پایلې لري."

ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې له سیاستوالو وغوښتل چې مسئولانه خبرې وکړي او له تفرقې اچولو ډډه وکړي، ځکه په وينا يې په دې نازکو شرایطو کې پارونکې څرګندونې د پردیو تبر ته د لاستي اچول دي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ په خوست کې یوې غونډې ته ويلي و چې د لویې پکتیا ولایتونه باید د پنجشیر، دایکندي او بامیانو پرتله په دولت کې ډېره ونډه ولري.

خو د حزب اسلامي یو لوړپوړی غړی فضل من الله ممتاز د ښاغلي حکمتیار خبرې د وينا خپلواکۍ له اصولو سره سم د هغه نظر بولي او وایي د تفرقې او کرکې هېڅ ډول نښې په کې نه وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتيار: د داعش جنگيالي له عراق او سوريې د ايران له لارې افغانستان ته راځي

د ښاغلي حکمتیار پرونیو څرګندونو په اړه د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم غبرګون وښود، ښاغلي ابراهیمي د ملي ګټو پر ضد څرګندونې سرې کرښې یادې کړې.

پر ايران نيوکې

گلبدين حکمتيار د دوشنبې پر ورځ خپلو تازه څرگندونو کې پر ايران هم نيوکې وکړې او وې ويل "ايران غواړي په افغانستان کې هماغه لوبه وکړي چې په عراق او سوريه کې يې کړې."

د ښاغلي حکمتيار په وينا ايران غواړي "هغه افغان کډوال چې سوريې او عراق ته جگړې لپاره استوي، نو کله چې وزگار شول افغانستان ته ولېږي."

ښاغلي حکمتيار همداراز تور ولگاوه چې د داعش جنگيالي له عراق او سوريې د ايران له لارې افغانستان ته راځي او گواکې ايران يې استوي.

خو ايران داعش ډله د خپل ملي امنيت پر وړاندې گواښ بولي او پر وړاندې يې د جگړې ملاتړ کوي.

ايران همداراز د سوريې او عراق جگړې ته د افغان کډوالو استول رد کړي او وايي هغوى په خپله خوښه د داعش پر وړاندې جگړه کې ونډه اخلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
حکمتيار پر طالبانو د سولې غږ کړی

ګلبدین حکمتیار له کله نه چې له سیاسي بهیر سره یوځای شوی، تل یې د حکومت او په ځانګړې توګه د خپلې پخوانۍ سیالې ډلې پر فعالیتونو نیوکې کړي. که څه هم دغه ډول څرګندونې غبرګونه پاروي، خو حزب اسلامي او نور سیاسي ګوندونه بیا ټینګار کوي چې د حکومت له کمزوریو او نا انډوله کړنو پرده پورته کول یې د دندو یوه برخه ده.