BBC
 شاته

د نیویارک بس تمځای کې چاودنه شوې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
چاودنه د دوشنبې په سهار د ګڼه ګوڼې پر مهال وشوه.

د نیویارک ښار پولیس وايي یو کس یې ددغه ښار په منهتن سیمه کې وروسته له هغه نیولی چې د یوې چاودنې خبر ورکړل شو.

چاودنه دوشنبه سهار ټایمز ډګر ته څېرمه شوې. امریکايي رسنیو د چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی لیکلي چې نیول شوي کس چاودېدونکي توکي په پیپ کې پر ځان پورې تړلي ول او تر ټولو بوخت وخت کې یې وچول.

د اوروژنې چارواکي وايي چې څلور کسان ټپیان دي خو حالت یې نازک نه دی او د پولیسو په وینا نیول شوی کس هم ټپي شوی دی.

ځینې رپوټونه وایي چې مشکوک کس تمځای ته له ننوتو سره یوه اله لېږدوله او له وخته وړاندې وچاودېدله.

پر ټولنیزو شبکو خپور شوی یو عکس یو کس ښيي چې ویل کېږي مشکوک کس دی چې پر ځمکه پروت دی او کالي یې څيرې دي. د چارواکو په وینا نیول شوی کس روغتون ته لېږدول شوی او څېړنې روانې دي.

د انځور حقوق AFP

د سپینې ماڼې په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د پېښې جزییات ورکړل شوي دي.

نیویارک د نړۍ یو له ترټولو ګڼ وګړی ښار دی چې ډېری خلک پکې په بسونو او اورګاډو کې سفر کوي.

د نیویارک ښار بېلابېلو امنیتي ادارو چې د پېښې د لا روښانولو په موخه یې څېړنې پیل کړي له خلکو غوښتي چې که معلومات ولري له دوی سره دې یې شریک کړي.

څه باندې یوه میاشت وړاندې د نیویارک ښار منهاټن سیمه کې له موټر سره یوه برید کوونکی لږترلږه اته کسان ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل.