BBC
 شاته

افغانستان بانک د افغانۍ کلنی پړسوب ۳،۷ سلنه بولي

د انځور حقوق Getty Images

افغانستان بانک وايي، په افغانستان کې د پیسو د پړسوب کچه ۳،۷ سلنه ده، خو په ایران کې تر ۱۵ او پاکستان کې له ۷ تر ۹ سلنې ده.

خو د ایران مرکزي بانک وايي، په دغه هېواد کې د وروستیو میاشتو د پیسو پړسوب ۹ سلنه و.

کلنی تورم هم ۹ سلنه او دوه کاله مخکې ۱۱ سلنه او پر ۱۳۹۳ کال ۱۵ سلنه و.

* افغانستان بانک زړې شوې افغانۍ ناچله کوي

* افغانستان بانک وايي د بانکونو د زیان کچه کمه شوې ده

د افغانستان بانک مشر د یکشنبې په ورځ خبرغونډې ته وویل، چې د بیې په کنټرولولو سره یې د پیسو د پړسوب کچه کابو کړې ده.

خلیل صدیق وايي، په روان لمریز کال کې د افغانۍ ارزښت د ډالر پروړاندې یوازې درې سلنه ښکته شوی.

هغه زیاته کړه چې افغانستان وارداتي هېواد دی، ښايي د دې تورم یوه برخه هم وارداتي وي.

د هغه په خبره، دا په دې مانا ده چې افغانستان بانک د افغانیو سیستم په ځیرتیا او پوهې سره پرمخ بیايي.

اقتصادي سمون

د انځور حقوق Getty Images

د پیسو نړیوال وجهي صندوق او افغانستان تېر کال د اقتصادي سمون پر یوه درې کلن پروګرام توافق وکړ، چې له مخې یې افغان حکومت له مالي فساد سره مبارزه وکړي او د افغانستان مالي او اقتصادي ثبات وساتي.

د افغانستان بانک مشر وايي، افغانستان له ای اېم اېف سره کړې ژمنې عملي کړې او دغې نړیوالې ادارې په خپله دویمه ارزونه کې د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د دوی لاسته راوړنې مثبتې ارزولې دي.

د افغانستان د بانکي نظام په جوړښت کې اصلاحات، د بانکي سکتور حقوقي چوکاټ او مقرراتو پراخول او سختول، د اداري فساد مخنیوی او د پیسو له سپینولو سره مبارزه کې شوي پرمختګونه د ښاغلي صدیق په وینا د نړیوال وجهې صندوق د قناعت وړ ګرځېدلي دي.

د افغانستان بانک رییس وویل، دوی ژمن دي چې د پیسو سپینولو او د ترهګرۍ تمویل مخنیوي قانون په ټول زور عملي کړي.

افغانستان تر پنځو کلونو وروسته په تېر جون میاشت کې د پیسو سپینولو یوې څارونکې نړیوالې ډلې یا فټف له خړ لیست نه بهر شو.

کوم هېوادونه چې دغه نوملړ کې وي، په نړیواله کچه د پیسو او مالي معاملو په برخه کې مله حدودیتونو سره مخ کېږي