BBC
 شاته

اسراییل او ترکیه یو بل په ترهګرۍ تورنوي

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د ولسمشر له خوا د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس له منلو وروسته د تل ابیب او انکرې ترمنځ اړیکي مخ په خرابېدو دي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د یکشنبې په ورځ یو بل ته ترخې څرګندونې وکړې.

په استانبول کې غونډې ته د وینا پر مهال د ترکیې ولسمشر د واشنګټن د دغه یو لوریزې او جنجالي پرېکړې خلاف د مبارزې خبره وکړه.

* 'بیت المقدس به عربي او اسلامي پاتې وي'

* بیت المقدس: د اوو زرو کلونو خونړی تاریخ

رجب طیب اردوغان اسراییل هم ترهګر هېوواد وباله او د ماشومانو په وژلو یې تورن کړل.

ښاغلي اردوغان د بیت المقدس موضوع د مسلمانانو لپاره سره کرښه وبلله او خبرداری یې ور کړ چې له امله یې کېدای شي له اسراییلو سره خپل ډيپلوماټيک اړیکي پرې کړي.

د ترکیې او اسراییل ترمنځ ډيپلوماټیک اړیکي د نهه تنو ترکي فعالانو له وژل کېدو وروسته تر شپږو کلونو پورې پرې و خو تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ بیرته اړیکي پیل شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسراییل لومړی وزیر د فرانسې له ولسمشر سره.

د ترکیې د ولسمشر له څرګندونو څو ګړۍ وروسته د اسراییل لومړي وزیر ویلي رجب طیب اردوغان له دې څرګندونو سره پر اسراییلو برید وکړ.

نوموړي ښاغلی اردوغان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.

بن یمین نتن یاهو وویل وویل د داسې مشر وینا ته به غوږ نشي چې د کوردستان پر کلیو بمونه غورځوي.

"زه د داسې سړي د سپارښتونو اورېدلو عادت نه لرم چې خبریالان بندیانوي، له ایران سره مرسته کوي چې نړیوال بندیزونه له ځان لرې کړي او له ترهګرو سره مرسته کوي چې بې ګنا خلک ووژني".

* ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

* ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

تر دې وړاندې هغه ویلي وو فلسطینیان باید دا حقیقت ومني چې بیت المقدس د اسراییل پلازمېنه ده څو په دې توګه د سولې په برخه کې پرمختګ وشي.

د نوموړي په وینا بیت المقدس له تېرو دریو زرو کلونو راهیسې د اسراییلو پلازمېنه ده او هېڅکله د نورو خلکو پلازمېنه نه وه.

"د اسراییلو پلازمېنه له بیت المقدس پرته بل کوم ځای دی؟ زموږ پارلمان چیرته دی، زموږ ستره محکمه چیرته ده، د لومړي وزیر دفتر چیرته دی، د ولسمشر دفتر چیرته دی، په بریشبا یا اشدود کې نه دي".

د ښاغلي نتن یاهو په خبره، بیت المقدس تل د اسراییل پلازمېنه وه او هېڅکله هم د نورو خلکو پلازمېنه نه وه:

"زه فکر کوم هر څومره ژر چې فلسطینیان دا حقیقت ومني هماغومره ژر به موږ د سولې په لور ګام واخلو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا له دې پرېکړې وروسته مختلفو سیمو کې مظاهرې شوې چې ځینې په تاوتریخوالي هم بدلې شوې او اسراییل پر غزه هم هوايي بریدونه وکړل.

د اسراییل لومړي وزیر دغه څرګندونې په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې له بیت المقدس سره د یهودانو د زرګونو کلونو تړاو نه منل بې منطقه کار دی.

همدې خبرې غونډې ته د فرانسې ولسمشر هم وویل چې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ سوله امریکا نه بلکې پخپله فلسطیني او اسراییلي مشران کولی شي.

"زما په ګومان له دغه حالت نه چې له تېرو څو لسیزو راهیسې پکې ایسار یو د وتلو یوازینۍ لاره دا ده چې سوله وشي او سوله یوازې د ښکیلو خواوو له لورې شونې ده".

ایمانویل مکرون وویل، له لومړي وزیر نتنیاهو سره بشپړ موافق دی چې وايي سولې ته باید یو چانس ورکړل شي.

"ما ده ته وویل چې سولې ته یو چانس ورکړي او فلسطینیانو ته د سولې لاس وړاندې کړي".

د هغه په خبره، سوله د امریکا په لاسه کې نه ده، سوله د دواړو خواوو د مشرانو په لاس کې ده چې یو چانس باید ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا پرېکړه د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په مانا بولي.

د بیت المقدس په تړاو د امریکا له پرېکړې وروسته د اسراییلو او فلسطنیانو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټیرېش وايي د ټرمپ د ادارې له خوا بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه منل د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د سولې هڅې له ګواښ سره مخامخوي.

په همدې حال کې د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پېنس یوه ویاند پر فلسطيني چارواکو نیوکه کړې او ویلې یې دي دا یوه بدمرغي ده چې د فلسطینیانو مشر محمود عباس له ښاغلي پېنس سره سیمې ته د ده د سفر پر مهال له لیدلو انکار کړی دی.

دغه راز په مصر کې هم مخکښو عیسوي او مسلمانو عالمانو له ښاغلي پېنس سره خپلې تنظیم شوې خبرې د بیت المقدس په هکله د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې پرضد د احتجاج په توګه لغوی کړې دي.