BBC
 شاته

برتانيا: ښوونځي دې انرژي څښاک بند کړي

انرژي څښاک د انځور حقوق iStock
Image caption په انرژي څښاک کې د کافیين د اندازې په اړه ګواښنه اورول شوې

د برتانیا د ښوونکو یوې لویې اتحادیې پر ښوونځيو غږ کړی چې ښوونځي ته دننه د انرژۍ څښاک وروړل بند کړي

دغې اتحادیې په انرژي څښاک کې د کافیين د اندازې په اړه ګواښنه اورولې او د آسانې قانونې نشې نوم یې ورکړی چې ښایي د ناوړه چلند سبب شي.

دا غوښتنه د استادانو په هغه رپوټ پسې وشوه چې له حکومت نه په کې غوښتنه شوې، د دغه څښاک پلور له ۱۶ کلنۍ ټیټو ته بند کړي.

دغو استادانو موندلې چې آن شا و خوا لس کلن کوچنیان هم دغه څښاک پېري ځکه د عادي اوبو تر بوتلونو ارزانه دي. د انرژۍ یو عادي څښاک په هرو سلو ملي لیترو کې ۳۲ ملي ګرامه کافیین لري او پر بوتلونو لیکل شوي چې کوچنیانو ته د دې څښاک د ورکړې سپارښتنه نه کېږي.

په برتانیا کې د انرژۍ څښاک د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ۱۸۵ سلنه لوړ شوی او په ۲۰۱۵ کال کې ۶۷۲ میلیونو لیترو ته رسېدلی چې په آزاد بازار کې یې ارزښت دوه میلیارده پونډه کېږي.

د ښوونکو اتحادیې تل په روښانو ټکو کې ویلي چې هغه څښاک دې چې د بورې ډېره اندازه لري د ښوونځیو دننه پلور ته نه پرېښودل کېږي.

د انځور حقوق victoria Stean
Image caption د ويکتوريا سټين وزن د انرژۍ څښاک ډېر کارولو له امله خورا زيات شوى و

د میلټن کینز اوسېدونکې ویکټوریا سټين د انرژۍ څښاک کارول په ۱۶ کلنې کې پیل کړل او ژر یې د څښاک اندازه په ورځ کې ۵۰۰ ملي لیترو ته ورسوله.

اماراتو د تنباکو او څښاک توکو مالیه دوه برابره کړه

د ورځې درې پیالې قهوه کېدای شي روغتیا ته ګټه ولري

هغه وایي: "ښکاره وه چې په دغه څښاک پورې نښتې وم. مابه یو بوتل په سباناري، یو څاښت مهال او یو شمېر نور ماسپښین څښل."

آغلې سټېډ وایي: خورا ډېر وخت یې ونیو چې له انرژۍ څښاک نه ځان وژغورم. کله چې به مې ونه څښه سر مې خوږېده او چې څښاک مې یې وداروه، وزن مې په کمېدو شو او د سترګو لید مې هم بېرته ښه شوی دی. او عجیبه ده چې تر پخوا مې اوس انرژي هم ډېره شوې او سم خوب راځي."

خو د برتانیا د نا الکولي څښاک ټولنه وایي چې د انرژي څښاک کارول بې ضرره بلل کېږي.