کندهاري بنډارونه، د ښاري غوړېدا نښې
کندهار ښار کې د شپې ناستو او د ځوانانو بنډارونو هلته اوس د رستورانتونو او هم د مېوو او خوړو پلورنځيو کاروبار غوړولی او دا احمد شاهي ښار یې ورسره رنګين کړی دی.
تېرو څو کلونو کې کندهار کې امنيتي وضعيت يو څه ښه شوی، او د خلکو هيلې یې هم ورسره زياتې کړې دي.
ځينې سوداګر اوس دې ولايت کې پر پانګونې غور ته هڅېدلي دي.
نور حال کندهار کې د مامون دراني په راپور کې.